یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: د سولې خبرو د بریا یوازینۍ لار د مؤقت حکومت جوړول...

حکمتیار: د سولې خبرو د بریا یوازینۍ لار د مؤقت حکومت جوړول دي

تاند(یکشنبه، د عقرب ۴) د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له اسلام اباد څخه کابل ته تر راستنېدو وروسته نن یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبان اوسنی حکومت نه غواړي او په وینا یې د حل یوازینۍ لار مؤقت حکومت دی.

نوموړي چې پاکستان ته یې د خپل وروستي سفر په اړه خبرې کولې وویل، سوله به راځي او دی به په دې برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي.

حکمتیار زیاته کړې، پاکستان ډاډ ورکړی دی چې د افغان سولې پروسې برخه کې به صادقانه همکاري کوي.

نوموړي دغه راز په هېواد کې وروستیو ناارامیو ته په اشارې ویلي چې حکومت خپل مسوولیت نه دی ادا کړی او په خبره یې که یې په وس کې نه وي نو دا مسوولیت دې خلکو ته ورکړي.

هغه دغه راز د دوحې پر مذاکراتو هم نیوکه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا خبرې یوازې د ارګ او طالبانو تر منځ دي.

حکمتیار تر دې وړاندې ویلې وه چې پاکستان یې دویم کور دی.

https://taand.net/%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d9%88%db%8c%d9%84%d9%8a-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%db%8c%db%90-%d8%af%d9%88%db%8c%d9%85-%da%a9%d9%88%d8%b1-%d8%af%db%8c/

د حکمتیار دې څرګندونو چې پاکستان یې دویم کور دی ټول افغانان یې غوصه کړي وه.

https://taand.net/%da%ab%d9%84%d8%a8%d8%af%db%8c%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%84%d9%85%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1/

7 COMMENTS

  1. حکمتیار صیب باید دا خبره ومنی چی:
    اولاً : دوهم کور همهغه ( ګور ) دی چی البته دریم کور ( معاد ) د لومړی کور ( معاش) د سپیڅلتیا او نه سپیڅلتیا د څرنګوالی سره مستقیمه اړه لری.
    ثانیاً: ستا د خبری په اساس د دوهم کور درلوده یا انتخاب هیڅ ډول حقوقی او اخلاقی او قانونی ممانعت نلری
    او
    ستا د خبری په اساس ( چی پاکستان ستا دوهم کور دی ) باید ته د لومړی کور درلوونکی هم ئې یعنی ستا لومړنئ کور افغانستان او دوهم کور پاکستان دی
    خو
    دا به د انسانیت خلاف تفکر او کړنه وی چی یو څوک د دوهم کور په مینه او عشق کی دومره غرق وی چی د لومړنی کور سره خیانت او جفا ور ته عین ثواب او عبادت وبریښی.
    ثالثاً: باور وکه که زما خبری ته نړیوالو استعمارګرانو او زموږ د سیاسی سرنوشت ټاکونکو غوږ نیولای یا ونیسی نو می په ټینګه ترې غوښتنه کول چی:
    ” د انسانیت او بشریت پخاطر هم چی وی لطفاً دا زموږ حکمتیار یو څو ورځی یا څو هفتې یا څو میاشتی د قدرت پر اِشترینګ نصب کړئ څو د قدرت سخته تنده ئې خړوبه او سیراب سی” .
    ګوره ګلب الدین جانه!
    ستا تنده به ماته سی یا نه سی
    خو
    دا حقیقت باید ومنې چی:
    حتی د اموی او عباسی او عثمانی خلیفه ګانو نومونه په تورو او مکروه قلمونو لیکل سوی دی نو ته به (کیا …ھے؟)

  2. دا د پاکستان نظر دی. ګلبو دهشت یار خو پخوا هم کومه تګلاره نه درلوده. کله د ایران د خامینیانو، کله د معمرالقذفي، کله د ضاالحق، کله د حميد ګل، کله د کرنيل امام، او کله د کې جې بې په خوتو زوړند وو. د جهاد له شروع نه تر اوسه پل په پل دهشتیار د ای اس ای طرحې او پلانونه عملي کړي. د افغانستان خصوصا د پښتنو مشرانو له وژلو نیولې د کابل تر هوارولو، د عام المنفعه تاسیساتو ورنول او په نښه کول، قومې جګرو ته لمن وهل دا ټول د ای اس ای او ایران طرحې وي چې دهشتیار لعنتي په افغانستان او په افغانانو تطبیق کړې. او دادې یو ځل بیا یې د خپل دوهم کور د مرتدو مشرانو په غوښتنه د موقت حکومت آواز پورته کړ. که متوجې شوي یاست دده اعمال او د دلالو طالباو زیاتره اعمال سل په سلو کې مشابې دي، لکه د پښتنو مشرانو او سیاسی شخصیتونو وژل، د دولتی او عامه تاسیساتو ورانول او داسې نور.
    دهشتیاره! ارامه کینه، او د خلکو پخواني زخمونه مه را تازه کوه. او ددوی حوصله مه ازمایه، داسې نه چې د قذافي په سرنوشت دچاره شې.

  3. چی دا ځینی ځینی خو بیخی نه غږیدلی لکه ګلبدین، او کله چی خبری وکړی د ګران وطن په ضرر وی څه موده وړاندی دا جناب همدی دولت ته تسلیم شو اوس وایی دولت بی واکه یا بلواکه دی هغه ځکه چی حکمتیار په تیرو ټاکنو کی ولس داسی منزوی کړ چی ده شاید فکر هم نه درلود، اوس چی پوه شو چی د ولس منځ کی ځای نه لری نو اپلټی یی پیل کړی ګواکی بیا ورته پنجاب حثیت ورکړی خو زه مطمئن یم چی سړی خام بیا کله پخیږی، دا شاغلی نه د دین شو او نه د سادین.
    ژوندی دی لوی افغانستان

  4. د پاکستان پر صداقت یواځې ګلبدین اعتماد لري او کولای شي ځکه ګلبدین خپل ټول عمر د پاکستان په خدمت کښې تېر کړی او د پاکستان یو خورا وفادار خادم دی. بې طرفه افغانان نه پر پاکستان اعتماد لري او نه هم پر ګلبدین. څومره به ښه وای چې ګلبدین خپل پاتې عمر په اسلام آباد کښې تېر کړی وای نه په کابل کښې. د دې په کړنو کابل تل دردېدلی دی خو اسلام آباد تل ترې خوښ وو. اوس غواړي چې کابل کښي بیا موقت حکومت جوړ شي چې تر څو اسلام آباد خوښ وساتل شي.

  5. درنو وطنوالو هغه ورځ به مو یاد وی چه د جنرال ضیا الخق پنجابی الوتکه رانسکوره شوی وه
    ملعون ضیا الحق مردار شوی وو سوځیدلی وو
    ګلب الدین ورپسی ډیر ژړل ۰لونګی یی سترګو له نیولی وه او اوښکی یی پاکولی۰
    چا ویل چه په ضیا الخق پسی ژاړی او چا ویل د امریکی سفیر هم مړ شوی وو هغی پسی ژاړی۰
    مګر کله چه یی په کابل راکیتونه ورول او کابلیان به یی شهیدان کول نو خندل به یی۰
    نو دداسی ولس ته خایین خبری باید میدیا نشر نه کی بلکه نور یی وشرموی۰
    تاسی قضاوت وکړی څومره وطنوال ددی د هری خبری سره عکس العمل ښکاره کوی۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب