جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهغني: طالبانو د ولس د غوښتنې خلاف تاوتریخوالی زیات کړی دی

غني: طالبانو د ولس د غوښتنې خلاف تاوتریخوالی زیات کړی دی

تاند(یکشنبه، د عقرب ۴) ولسمشر غني وایي طالبان د افغانستان د خلکو د غوښتنې پر خلاف جګړې ته ادامه ورکوي.

ولسمشر غني په یوه خپره کړې اعلامیه کې په کابل کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې طالبانو د زندانیانو له خوشي کېدو سره سره پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د مذاکراتو پر ځای یې تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده.

ولسمشر غني وایي نړیواله ټولنه باید د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته متوجه وي او هر څه له نږدې وڅاري.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې طالبانو په دې وروستیو کې د ملکي وګړو وژنه ډېره کړې ده، پر عامه تاسیساتو یې بریدونه ډېر کړي، لویې لارې او سړکونه یې ویجاړ کړي دي او دا نه بښل کېدونکی جنایت دی.

د کابل ښار د تېرې شپې په ځانمرګي برید کې د راپورونو له مخې ۱۴ کسه وژل شوي او تر ۳۵ پورې نور ټپیان دي.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d8%af-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d8%af-%d9%85%d8%b1%da%ab-%da%98%d9%88%d8%a8%d9%84%d9%88-%d8%b4%d9%85%db%90%d8%b1-%db%b7%db%b5-%d8%aa%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d9%84/

یو شمېر ناتایید شوي راپورونه بیا د مړو شمېر ۲۹ او د ټپیانو ۷۲ ښيي.

فرانس پرېس خبرې اژانس وایي چې د برید پړه داعش ډلې منلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب