Homeخبرونهولسمشر غني وایي پر کمال خان بند د برید مسوولین به سخته...

ولسمشر غني وایي پر کمال خان بند د برید مسوولین به سخته سزا وویني

تاند(یکشنبه، د عقرب ۴) ولسمشر غني وایي پر کمال خان بند د برید د مسوولینو پر وړاندې به جدي ګامونه اوچت کړي.

ولسمشر چې تېره شپه ناوخته یې د نیمروز او هلمند له والیانو سره د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزولو په اړه خبرې کولې وویل کمال خان د افغانستان لپاره حیاتي پروژه ده خو ترهګرې ډلې او د افغانستان دښمنان ددې بند د جوړېدو اجازه نه ورکوي.

د هغه په خبره د هغو کسانو پر وړاندې به جدي ګامونه اوچتوي چې پر کمال خان بند یې په وروستي برید کې لاس درلود.

د هلمند والي هم وویل چې وسله والو طالبانو د ښار په ډېری برخو کې ماینونه اېښي دي، سړکونه او پولچکونه یې وران کړي دي او خلکو ته یې جدي ستونزې جوړې کړې دي.

ولسمشر په یادو ولایتونو کې د امنیتي مسوولینو هڅې ستایلې دي او له دوی یې د خلکو د امنیت تامین غوښتی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...