جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهقطرپه کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی

قطرپه کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی

تاند ( یک شنبه، د عقرب ۴) د قطر دولتي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد حکومت کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی.

سرچینو د قطر د دولتي چارواکو له قوله د کابل د تېرې ورځې بريد یو وحشيانه عمل بللی دی.

د کابل په دشت برچي سیمه کې د تېرې ورځې برید لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل او  ۵۷ یې ټپیان کړل.

داعش وسله والې ډلې د یاد برید مسولیت منلی دی.

خو بل لورته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په کابل کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي يې دي چې طالبانو د زندانیانو له خوشې کېدو سره سره پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د مذاکراتو پر ځای یې تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده.

غني زیاته کړې نړیواله ټولنه باید د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته متوجه وي او هر څه له نږدې وڅاري.

https://taand.net/%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%88%d9%84%d8%b3-%d8%af-%d8%ba%d9%88%da%9a%d8%aa%d9%86%db%90-%d8%ae%d9%84%d8%a7%d9%81-%d8%aa%d8%a7%d9%88%d8%aa%d8%b1%db%8c%d8%ae/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...