شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد کابل د تېرې ورځې په برید کې د مرګ ژوبلې شمېر...

د کابل د تېرې ورځې په برید کې د مرګ ژوبلې شمېر ۸۱ ته ورسېد

تاند ( یک شنبه، د عقرب ۴) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید له امله د مړو شمېر ۲۴ ته پورته شو.

د یاد وزارت مسولان زیاتوي، چې دغه راز په ياده پېښه کې د ټپیانو شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د یادې پېښې په اړه وویل: « یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د کوثر په نوم ښونیز مرکز ته ننوځي خو ساتونکو وپېژانده او مخکې تر دې چې پرې ډزې وکړي ترهګر ځان والوځاوه.»

د ياد برید مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی  دی.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d8%af-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d8%af-%d9%85%d8%b1%da%ab-%da%98%d9%88%d8%a8%d9%84%d9%88-%d8%b4%d9%85%db%90%d8%b1-%db%b7%db%b5-%d8%aa%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d9%84/

داعش وسله والو تر دې وړاندې هم د کابل په دشت برچې سیمه کې پر شیعه هرازه ګانو څو خونړي بریدونه کړي.

دغه برید په کور دننه او د باندې وغندل شو.

ولسمشر غني او د قطر هېواد هم یاد برید غندلی او دا یې وحشيانه عمل بللی دی.

https://taand.net/%d9%82%d8%b7%d8%b1%d9%be%d9%87-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%aa%db%90%d8%b1%db%90-%d9%88%d8%b1%da%81%db%90-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d8%ba%d9%86%d8%af%d9%84%db%8c/

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب