شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهګوترېش: د افغان جګړې ښکېل لوري دې هم د لېبیا په څېر...

ګوترېش: د افغان جګړې ښکېل لوري دې هم د لېبیا په څېر دایمي اوربند وکړي

تاند ( یک شنبه، د عقرب ۴) ملګري ملتونه وایي افغانستان کې دې هم ښکېلې خواوې د لېبیا په څېر دایمي اوربند وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، دغه سازمان په لېبیا کې د ښکېلو لورو ترمنځ د وروستي دایمي اوربند هرکلی کوي.

د ده په خبره دغه اوربند د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب رامنځ ته شوی او په لېبیا کې به د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

ګوتریش زیاته کړې، لېبیا دې په یمن، افغانستان او نورو ښکېلو هېوادونو کې د لارې مشال وګرځول شي او دغه هېوادونو کې دې هم ښکېلې خواوې دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

انتونیو ګوتریش یو ځل بیا ویلي، چې دوی په ټوله نړۍ کې ژر تر ژره د بشري اوربند د تامین غوښتونکي دي او ټول باید د جګړو د ختمولو لپاره لاس په کار شي.

ده ویلي نړۍ د کورونا ویروس له امله له ستر ګواښ سره مخ ده نو د بشر د ژغورلو لپاره باید جګړې ودرول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب