Homeخبرونهیونسيف: پر ماشومانو او زده کوونکو برید ستر بشري جنایت دی

یونسيف: پر ماشومانو او زده کوونکو برید ستر بشري جنایت دی

تاند ( یک شنبه، د عقرب ۴) یونسیف يا د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق په کابل کې د تېرې ورځې برید ستر بشري جنایت بللی دی.

د یونسيف مشرې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له دې خونړي برید سخته اغېزمنه شوې ده او هغه په کلکو ټکو غندي.

د نوموړې په وینا پر ماشومانو او زده کوونکو برید د بشر ستر جنایت دی چې بښل کېږي نه او عاملین یې باید محاکمه کړل شي.

سرچینې په افغانستان کې پر ښکېلو لورو غږ کړی، چې د جګړې قوانینو او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او له ورته ظالمانه کړنو لاس په سر شي.

دغه برید د ملګرو ملتونو تر څنګ ګڼو نورو نړیوالو ادارو او بنسټونو هم غندلی دی.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d8%af-%d8%aa%db%90%d8%b1%db%90-%d9%88%d8%b1%da%81%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%85%d8%b1%da%ab-%da%98%d9%88%d8%a8%d9%84%db%90/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...