یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: افغان حکومت دې د بیان ازادي او رسنۍ نه ګواښي

خلیلزاد: افغان حکومت دې د بیان ازادي او رسنۍ نه ګواښي

تاند(یکشنبه، د عقرب ۴) امریکا وایي افغان حکومت دې د بیان او رسنیو ازادي نه ګواښي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو او ځای پر ځای شوو ماینونو له امله ملکي تلفات ډېر شوي چې دوی یې غندي.

هغه همدا راز ویلي چې افغان حکومت دې پر رسنیو فشار نه راولي او د بیان ازادي دې نه ګواښي څو خبریالان ټولې پېښې مستندې کړي.

د نوموړي موخه د امرالله صالح وروستۍ کړنه ده چې دده په امر په تخار کې د ملکي تلفاتو په اړه یو راپور ورکوونکی کس بندي شوی دی.

د هغه دا کړنه د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم غندلې ده.

زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي امریکا پر دواړو لورو فشار راولي چې تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې چټکې کړي.

هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه بوږنوونکې ده او ملکي تلفات اوج ته رسېدلي دي.

خلیلزاد دا هم ویلي چې تر ټولو ډېر ملکي تلفات د طالبانو په بریدونو کې اوښتي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب