جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهملي امنیت وایي، ځانګړیو ځواکونو یې په غزني کې د القاعدې یو...

ملي امنیت وایي، ځانګړیو ځواکونو یې په غزني کې د القاعدې یو مهم کس وواژه

تاند (شنبه د میزان ۳) د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، ځانګړیو ځواکونو یې په غزني ولایت کې د هند براعظمګي یا بر صغیر لپاره د القاعدې شبکې دویم کس ابومحسن المصري وژلی دی.

د ملي‌ امنیت ریاست دا خبر نن شنبه /د عقرب ۳مه/ د افغانستان په وخت د ماخستن په ۹ بجو په خپله ټوېټرپاڼه خپور کړ.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نه دي ویلي چې ابومحسن المصري یې کله وژلی دی، او په خپل لنډ ټویټ کې یې د عاجل تر عنوان لاندې لیکلي، «عاجل: په غزني کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د هند وچې لپاره د القاعدې دوهم کس ابو محسن المصري په هلاکت رسیدلی دی.»

تر دې مخکې، د هند براعظمګي لپاره د القاعدې شبکې مشر عاصم عمر چې له ۱۳۹۳ کال راهیسې د القاعدې د یادې څانګې مشر وو د تېر کال د میزان په ۱ د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ د طالبانو په یوه مرکز باندې د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...