جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل د برید د مرګ ژوبلو شمېر ۷۵ تنو ته لوړ...

د کابل د برید د مرګ ژوبلو شمېر ۷۵ تنو ته لوړ شو

تاند(یکشنبه، د عقرب۳) داعش تروریستي ډلې د کابل په لوېدیځ کې پر یوه تعلیمي مرکز د انتحاري برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې برید کې ۱۸ تنه بېګناه ښاریان وژل شوي او ۵۷ نور ژوبل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش ویلي چې دا برید دوی کړی خو نوره توضیح یې نه ده ورکړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دې پېښې په اړه وویل، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د کوثر په نوم ښونیز مرکز ته ننوځي خو ساتونکو وپېژانده او مخکې تر دې چې پرې ډزې وکړي ترهګر ځان والوځاوه.

داعش ډلې د کابل په دشت برچې سیمه کې پر شیعه هرازه ګانو تر دې وړاندې هم څو خونړي بریدونه کړي.

دې ډلې په وروستیو کې په ننګرهار کې ډېر خونړي بریدونه وکړل.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب