جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهقریشي د افغانانو د سولې په خبرو کې پرمختګ د جګړې له...

قریشي د افغانانو د سولې په خبرو کې پرمختګ د جګړې له کمېدا سره تړلی وباله

تاند (شنبه، د عقرب ۳) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه تاریخي وبلله خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدا یې په بین الافغاني خبرو کې له پرمختګ سره تړلې وبلله.

قریشي، نن په اسلام اباد کې د افغانستان د ولسي جرګې د ريیس میررحمان رحماني په شمول له افغان پارلماني بلاوي سره په کتنه کې همداراز د ورانکارو عناصرو په وړاندې خبرداری ورکړ ویې ویل چې هغوی نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات وي او افغانستان او پاکستان ټینګې اړیکې ولري.

ده وویل چې پاکستان له افغانستان سره اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ولسي جرګې او د پاکستان د ملي جرګې ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د دوو پارلمانونو د دوستۍ ډلې دې په خپل منځ کې تماسونه ډېر کړي.

ده یو وار بیا وویل چې هیواد یې د سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی او بل هیڅ هیواد د افغانستان له سولې دومره ګټه نه کوي لکه څومره چې یې پاکستان کوي.

قریشي د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقه تاریخي فرصت وباله او ویې ویل، دې موافقې د افغان مشرانو ترمنځ د همکارۍ او د پراخې او ټولشمولې سیاسي حللارې د موندل کېدو امکان برابر کړی دی.

د قریشي دا خبره چې که د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي نو په افغانستان کې تاوتریخوالی کمېدای شي، په غیر مستقیم ډول دا پیغام لري چې دولت دې د قطر په خبرو کې، چې له څه باندې یوې نیمې میاشتې راهیسې په ولاړ حالت کې دي، طالبانو ته امتیاز ورکړي چې طالبان یې په مقابل کې تشدد کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب