جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل په دشت برچي سیمه کې ځانمرګي برید ۷۴ کسانو ته...

د کابل په دشت برچي سیمه کې ځانمرګي برید ۷۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (شنبه د عقرب ۳) د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د کوثر دانش په نوم یوه روزنیز مرکز ته نږدې ځانمرګی برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د کوثر په نوم ښونیز مرکز ته په ننوتو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

ښاغلي آرین زیاته کړې، ددغه مرکز ساتونکو بریدګر پېژندلی، خو بریدګر چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده، چې په پایله کې یې ۷۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وینا، تر اوسه د پېښې له ځایه ۱۷ جسدونه او ۵۷ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

بل خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور  بیا وايي، چې تر اوسه د پېښې له ځایه ۱۴ جسدونه او ۳۵ ټبیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې دوی په دې برید کې لاس نه لري.

باید وویل شي چې دا ډله په هغو پېښو کې لاس لرل ردوي چې له امله یې هزارګانو ته مرګ ژوبلې اوړي.

د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې داعش ډلې ددې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

تر دې وړاندې هم د کابل په دشت برچي سیمه کې د شویو بریدونو مسؤلیت دې ډلې منلی دی.

1 COMMENT

  1. حیف ددې پیچاره ملت. چېرې ده د بشر د حقوقو څانګه؟ ولې نړۍ له پاکستانه نه پوښتي او چړپه خوله ناست دي؟ لعنت په طالب او طرفدارانو يې. تف لعنت په طالب او طرفدارنو يې. تف لعنت په پاکستاني مرتدو مشرانو چی په خوله یو څه وايې او په عمل بل څه کوي. پدې نسل وژنه کې هغه موردګاو طالب مشران هم شامل دي چې په کابل کې ناست دي او خولې یې چپې نیولي دي او هم هغه موردګاوان چې په دوحه کې دي او په میلو مصروفه دي. په خدای او رسول قسم چې يوه ورځ به له تاسو ټولو سره حساب او کتاب وشي. او تاسو به د خپلو شومو اعمالو سزا وګورئ. طاغوتي طالب مشرانو، ګورئ مه وژنئ دا بی ګناه ځوانان. الله عادل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب