جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېحساسیت | فیصل جلال

حساسیت | فیصل جلال

زه یو حساسیت لرم، چې بېکاره شم، راپیدا کېږي. حساسیت دا دی، چې چورتونه مې پسې واخلي، له ځان سره وایم، خپل فعالیتونه څومره سم ترسره کوم؟ 

حساسیتونه معمولاً ښه نه وي؛ خو زما دغه حساسیت ماته ګټه کوي. ګټه یې دا ده، چې د حساسیت له شروع کېدو سره سم د ژوند پر فعالیتونو فکر کوم؛ په کومو کې، چې ښه روان یم مثبته انرژي راکوي؛ په کومو کې مې چې خونده نه وي، داسې پلان ورته جوړوم، چې نتیجه یې ما روحاً ارامه کړي. خو دا حساسیت دومره هم ښه نه دی، ځینې وخت دومره فعال شي، چې ان تشویش راپیدا شي. 

زما دغه حساسیت اکثره هغه وخت راپیدا شي، چې څو ورځې مسلسل رخصتي شي، ځکه په دغو ورځو کې کوم مصروفیت نه وي.

که یو څوک د کال، میاشت، اونۍ او هرې ورځې لپاره تقسیم اوقات لري او هغه عملي کوي، فکر نه کوم، چې تشویش ته وخت پیدا کړي. ځینې به پلان او تقسیم اوقات هم لري؛ خو بیا هم تشویش ورسره د ملګرتیا تار لري، دا ولې؟ زما په فکر یو لامل یې دا دی، چې ممکن پلان یې منظم نه وي او یا هم په خپل پلان کې یې ډېرو کارونو ته وخت ورکړی وي. پښتانه متل کړي، دوې هندواڼې په یوه لاس کې نه ځایېږي. ښه ده، چې په یوه وخت کې یو کار سم ترسره کړو. ما د پوهنتون په لومړي کال ډېر کارونه کول؛ خو د یوه نتیجه هم داسې نه وه، چې ما ته یې قناعت راکولای. 

که غواړو چې د ځان په اړه د اهمیت ‌ذهنیت مو پیاوړی شي، ښه ده، چې د ځان ارزونې لپاره په څلرویشت ساعتونو کې وخت بېل کړو او دا محاسبه له ځان سره وکړو، چې نن چې ما څه کول غوښتل، کړي مې دي که نه. که دغه سوال مو ځواب کړ، ما غوندې حساسیت به نه درپیدا کېږي. بله دا چې کومه موخه مو په ژوند کې ځان ته ټاکلې وي، په اسانۍ ورسېږو.

د ۱۳۹۹ د عقرب درېیمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب