جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېایران، د کمال خان بند لوی دښمن | واحد ګل هاشمي 

ایران، د کمال خان بند لوی دښمن | واحد ګل هاشمي 

د شنبې په ورځ سهار مهال پر کمال خان بند برید کې شپږ ساتونکیو خپل ژوند لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي. دا بند د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښاره شااوخوا ۹۰ کیلومتره لیرې په چهار برجک ولسوالۍ کې پروت دی. په دغسې بنسټیزو پروژو چې له ابادۍ سره یې یواځې ولسي وګړو ته خېر رسیږي، د چارو مخه نیول يې د ولس ګټې ټکنۍ کول دي.

دا هم ویل کیږي چې، د یاد بند درې برخې کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکې کې به د اوبو د زېرمه کولو جوګه شي. ددې بند پر ارزښت که خبرې وشي ویلی شو چې په رغېدو سره به یې د نیمروز په جریبونو خړې دښتې سمسورې شي، چې ټولټال شاوخوا ۸۰ زره هکتاره ځمکه غړوبولی او نهه میګاواټ برښنا تولید کولی شي.

د دښتو سمسورتیا په ځان بسیانې ته لاره حواروي، کیدای شي په زرګونه خلک پر کرهنه بوخت  شي او هم به خپله داخلي کرهنه ولرو، چې له مخې به یې په ټنونو غنم او نور سبزیجات او میوې ترې لاسته راځي.

نه یواځې دا بلکې ددې بند په جوړولو سره به ایران هېواد ته د وړیا اوبو مخه هم نیول شوې وي. ایراني چارواکو نه يواځې په وار وار د هیواد په غرب کې د اوبو بندونو پر جوړولو نیوکې کړي دي، بلکې دا یې د چاپیریال په وړاندې هم خنډ بللي دي.

ددې بند چارې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د هېواد ولسمشر اشرف غني له لوري پیل شوې چې په جوړېدو به یې شاخوا ۷۸ میلیونه ډالر لګښت کیږي، کوم چې د هېواد له پراختیايي بودیجې به ورکول کیږي.

زمونږ ګاونډیان تر ډېره ایران او پاکستان زمونږ د اوبو بندونو ستر او لوی دوښمنان دي، که ایران د کمال خان بند نه پریږدي ولې پاکستان په سویل ختیځ زون کې په وار وار د مچلغو بند ساتونکي تر برید لاندې راوستي دي. یواځینی لامل یې دوی د وړیا اوبو د دوام قطعه کېدل دي، دوی غواړي چې تل د افغانستان له طبیعي منابعو د تل لپاره وړیا ګټه پورته کړي.

په وروستیو کې مو له خلکو په خورا درناوي غوښتنه ده چې، د عام المنفعه پروژو په ساتنه کې خپلې هڅې دریغ نه کړي، دوی باید د ویښو ولسونو رول ادا کړي. هغه چې وايي له لاسه ټک نه کیږي یا په یوه ګل نه پسرلی کیږي نو راځئ! سره یو شو او د خپلو ملي ګټو ساتنه وکړو.

د یوه سمسور هېواد په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب