دوشنبه, مې 13, 2024
Homeداسې هم شتهساینساپل خپل نوی ایفون (۱۲) نندارې ته وړاندې کړ

اپل خپل نوی ایفون (۱۲) نندارې ته وړاندې کړ

تاند- اپل کمپنۍ د کورونا ویروس د نه خپرېدو له کبله په انلاین مراسمو کې د خپل ایفون ۱۲ څلور ورژنه وښودل.

دا ایفونونه، پر 5G ټکنالوژۍ سربېره لا پرمختللې کمرې لري.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو موبایلونو بیې د ۷۰۰ تر ۱۱۰۰ ډالرو ترمنځ ټاکل شوې دي.

د هغه ایفون ۱۲، چې شیشه یا سکرین یې ۶ اعشاریه ۱ اینچ دی، بیه ۸۰۰ ده خو د ۵ اعشاریه ۴ اینچه ایفون بیه ۷۰۰ په پام کې نیول شوې ده.

د ایفون ۱۲ قیمتي ماډلونه، چې ایفون ۱۲ پرو او ایفون پرو مکس نومېږي، غښتلې کمرې لري او د سکرین اندازه یې ۶ اعشاریه ۷ اینچه ده. له همدې کبله د یوه بیه زر ډالره او د بل یوولس سوه ډالره ټاکل شوې ده.

اپل کمپنۍ ادعا کوي چې دا موبایلونه یې تر پخوانیو کلک دی.

ویل کېږي چې د دغو موبایلونو کونجونه ګردي او د آی پډ پرو په شان دي.

همداراز ایفون دوولس د سرامیک پوښ لري چې د موبل د شیشو یا سکرینونو لپاره په بازار کې تر موجودو ټولو محافظتي پوښونو او شیشو کلک دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب