یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاوبراین: د راتلونکي کال په لومړیو کې به امریکا په افغانستان کې...

اوبراین: د راتلونکي کال په لومړیو کې به امریکا په افغانستان کې دوه نیم زره پوځیان ولري

تاند(شنبه، د میزان ۲۶) د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین وايي، له کرسمیس وروسته د ۲۰۲۱ م کال په لومړیو کې به هم تر دوه نیم زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې دېره وي.

اوبراین دا خبره وروسته له دې وکړه چې ټرمپ په وروستۍ یوه اوونۍ کې دوه ځلې وویل چې تر کرسمیس پورې به له افغانستانه امریکايي پوځیان ووځي.

د سي این بي سي د راپور له مخې، اوبراین وویل، ټرمپ پنتاګون (د امریکا دفاع وزارت) ته امر کړی چې د ۲۰۲۱ م کال تر لومړیو پورې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته رالږ کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم امریکايي پوځیان باید د ۲۰۲۱ تر مې میاشتې پورې، چې د میلادي کال څلورمه میاشت ده، له افغانستانه ووځي نو پر دې اساس د اوبراین څرګندونې د طالبانو او امریکا له موافقې سره په ټکر کې نه شي ګڼل کېدای او حاضردمه هم امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر هغه حد کم کړی چې په موافقه کې یې اټکل شوی و.

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اوبراین سي این بي سي تلویزیون ته وویل«په نهایت کې افغانستان باید د افغانانو له لوري اداره شي او افغانان باید سره یولاس شي او د خپل افغانستان لپاره یوه حللار ومومي.»

اوبراین وویل چې د ولسمشر امر به په ځای کړي ځکه چې د ټولو قواوو عمومي قوماندان دی او له دې موضوع دفاع وزیر مارک ایسپر هم پوره خبر دی.

تر دې مخکې ګڼو امریکايي رسنیو ویلي وو چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د امریکا د دفاع وزیر په ګډون پوځي قوماندانانو تایید کړي نه دي او داسې ښکاري چې د ښاغلي ټرمپ څرګندونې د انتخاباتي کمپاین برخه وي.

د امریکا د دفاع وزارت د راپورونو له مخې، د افغانستان په ۱۹ کلنه جګړه کې امریکا ۱۹۳ ملیارد ډالره لګولي خو په مجموع کې د افغانستان، عراق او سوریې جګړې امریکا ته په ۱ تریلیون او ۵۷ ملیارډ ډالره تمامې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب