یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد یوې اونۍ په تېرېدو سره لا هم د هلمند جګړه دوام...

د یوې اونۍ په تېرېدو سره لا هم د هلمند جګړه دوام لري

تاند(شنبه، د میزان ۲۶) هلمند کې د یوې اوونۍ په تېرېدو سره لا هم د جګړې اور نه دی سوړ شوی.

د راپورونو له مخې افغان ځواکونه هڅه کوي د مرکز لښکرګاه پر ۶۰۱ لویه لاره د وسلوال طالبانو ولکه ختمه او دغه لار پرانیزي.

د ناوې او نادعلي ولسوالیو ځینو برخو کې لاهم جګړه روانه ده او د جګړې دواړه غاړې یو پر بل بریدونه کوي.

بل لور ته د هلمند والي محمد یاسین خان وایي، د وسلوالو ډله ییز بریدونه یې په شا تمبولي او د لاسه وتلو سیمو لپاره یې په څو برخو کي ځمکني او هوایي بریدونه پیل کړي دي.

نوموړی وايي، تر اوسه په دغه جګړه کې ۳۰ تنه سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

والي د هغو کورنیو د ژغورولو په اړه، چي د جګړې له کبله خپلو سیمو کې ایسار پاتې دي وویل، د دوی افغان ځواکونه توانېدلي چې لار پرانیزي، څو هغوی خوندي سیمو ته ځانونه ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب