یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېاقتصادد بولۍ اقتصاد څه ته وايي او د سږني کال د نوبل...

د بولۍ اقتصاد څه ته وايي او د سږني کال د نوبل جايزه

ليکونکی: کانديد ډاکټر رحمت الله پښتون؛ کندهار پوهنتون، اقتصاد پوهنځی

سږنی ميلادي کال د اقتصادي علومو په برخه کي د نوبل جايزه و دوو اقتصادپوهانو ته چي پاول ميلګروم او رابرټ ويلسن نوميږي د اقتصاد په علم کي د بولۍ د تيوري او نوي بولۍ لګولو د جوړښت او فارمټ په برخه کي ورکړل سوه. د يادونې وړ ده، چي د دې جایزې ارزښت 1.131 ميليونو ډالره ده چي د دواړو په منځ کي به سم نيمايي تقسيميږي. دا دواړه اقتصادپوهان د امريکا متحده آيالاتو کي د سټانډفورډ پوهنتون استادان دي، چي په بېلا بېلو څانګو کي تدريس کوي او څېړنيزې چارې مخته بيايي. دا چي ورته جايزه سږ کال د بولۍ د تيوري د ايجاد په برخه کي اعطا سوه، موږ به د اقتصاد علم له نظره په څو واضح ټکو کي بولۍ او له هغه سره تړلي اقتصادي اصطلاحوې تشرېح او په عامه ژبه تاسو ته وفهموو:

د بولۍ تيوري څه ته وايي؟

د بولۍ تيوري اصلاً په اقتصاد کي د امتعو لپاره د قيمت کشفول يا په عاميانه ژبه د قيمت پيدا کول دي. د بولۍ تيوري موږ ته دا راښئي، چي بولۍ څرنګه ډيزاين کړل سي، کومي مادې او طرزالعملونه ورته بولۍ اداره کوي، بولۍ لګوونکي څرنګه برخورد ښکاره کوي او همدارنګه څه ډول حاصل او يا پايله پرې لاسته راوړل کيدلای سي. 

کله چي يو څوک د بولۍ جمله ذهن ته راوړي، سمدستي يې فکر ته دا راځي، چي ګواکي د يوه ډېوالي شخص د ملکيت ليلامي وي، تر څو د پوروړو قرض پرې اداء کړای سي. مګر په حقيقت کي دا نظريه د بولۍ پخوانۍ نظريه يادولای سو؛ دا نظريه به په پخوانيو وختونو کي په رېښتني توګه د پورونو د اداء کولو په پار رامنځته کېده او په کار اچول کېدله. مګر د وخت په تېرېدلو سره په ځانګړي ډول تېرو درېيو لسيزو کي ډېر نوي او بېلا بېلي امتعې او خدماتي توکي د بولۍ په برخه کي شاملي سولې. د ورته امتعوو او خدماتي توکو طبيعي څرنګوالی معمولاً د يو او بل سره توپير لرونکي دي. د بېلګي په توګه، د يو ډېوالي شخص ملکيت د راډيو او يا مخابراتي کمپنيو د فريکونسي/ شُعاؤ د ليلامي سره توپير لري. په عيني توګه، د کاربن ډای اکسايډ زهري غاز د ايستلو سلسله په سپاټ بازار کي د برق د پېرلو سره هرومرو تفاوت لري. او همدارنګه موږ کولای سو دا هم ووايو چي کومه کمپنی به د خرابو انبارو د ټولولو بولۍ وګټي تر څو ګټه او مثمرتوب يې ډېر وي. په لنډه کي دا ويلای سو، چي يو ډول بولۍ موږ نسو کولای د ټولو امتعوو او خدماتي توکو لپاره په کار واچوو. دا ځکه چي د بولۍ اساسي موخه يا موخي پخپله د امتعوو سره توپير لري او همدارنګه د هغه سازمان سره چي بولۍ غواړي وکړي او يا يې رامنځته کړي. دا تقريباً يو څرګند حقيقت دی، چي شخصي پلورنکي هڅه کوي چي خپله ګټه ډېره کړي، مګر دولتي ادارې بيا ددې خلاف د خپلو موخو د لاسته راوړلو په فکر کي وي. د بېلګي په توګه، کله چي مخابراتي شُعاوي خرڅول کيږي، نو دولت به يا پدې فکر کي وي، چي ورته شُعاوي په ګرانه بيعه وپلوري تر څو خپل داخلي عايدات ډېر کړي او يا به دا فکر لري، چي په داسي مناسبه قيمت يې وپلوري تر څو و هر وګړي ته په مناسب قيمت تمام سي، يعني د وګړو د آسانتياؤ د ورکولو په پار يې موخه وي. که چيري دولت غواړي خپل عايدات ډېر کړي او ورته شُعاوي په ګران قيمت وپلوري، نو پدې کار سره به رانيوونکې کمپنی د ورته انټرنيټي مخابراتي شُعاؤ د پلور په برخه کي پر عوامو قيمتي راولي. پدې کار سره به دولت په لاسته راغلو عايداتو به نوري دولتي چاري او پروژې چي پلان سوي دي، مخته يوسي. حتی کولای سي بيرته په همدغه عايداتو کي ځيني برخي يې د همدغو مخابراتي کمپنيو سره د سبسايډيز په توګه مرسته وکړي، تر څو غريبو طبقو وګړو ته هم د استفادې وړ وګرځي. 

په بل اړخ کي بيا که چيري دولت داسي پرېکړه وکړي چي د هيواد هر غريب وګړی وکولای سي ددې انټرنيټي شَعاؤ څخه ګټه پورته کړي، نو بيا به دولت راولاړيږي ددې شُعاؤ د قيمت په ټيټوالي به غور کوي، او و پېرېدونکو کمپنيو ته به يې د بولۍ په بازار کي په ټيټه بيه ليلاموي. 

د يوې بولۍ ډيزاين نه دا چي يواځي پر پلورونکو او پېرېدونکو باندي لويه اغېزه اچوي، بلکه په عمومي سطحه پر ټولني هم اغېزه اچوي.

د يوې بولۍ د پايلو د مشخصولو لپاره هغه کوم ځانګړي متحولين دي، چي د ورته بولۍ نتيجه مشخصوي؟

درې عمده متحولين بايد په نظر کي ونيول سي تر څو که يو څوک غواړي بولۍ ډيزاين کړي:

لومړی: د بولۍ قوانين او طرزالعملونه. تاسو داسي فکر وکړئ چي په يوه بولۍ کي قرار لرئ. ستاسو د قيمت وهلو برخورد سمدستي تغير پيدا کوي که چيري قوانين او يا طرزالعملونه د آزاد او يا خلاص د قيمت وړانديز (open bid)  لپاره نه د بند او تړلي د قيمت د وړانديز (closed/sealed bid) لپاره. همدارنګه ورته قوانين د انفرادي او ډلئيزي قيمتونو وړانديز لپاره هم په کار اچول کيږي، يا دا چي يو په بل پسي د قيمت وړانديز کوي او يا ټوله يوځای. 

دوهم: په بولۍ کي د امتعه او يا خدماتي توکو ايښودل دي. په عامه توګه داسي پوښتنه پيدا کېدلای سي، چي قيمت لګوونکی به څرنګه ورته امتعه او يا خدماتي توکي ته ارزښت وټاکي. دا همېشه آسانه کار ندی او نه هر کله په آسانۍ سره معلوميږي. که چيري موږ او تاسو د مخابراتي شُعاؤ بېلګه راواخلو، نو دا به د قيمت لګوونکو لپاره خورا آسانه وي، دا ځکه چي ورته خدماتي توکي د هر چا لپاره په يو مشخص او معلوم ځای کي په کار اچول کيږي او يا کار ترې اخيستل کيږي. دې ته موږ او تاسو د بولۍ په تيوري کي د يوې توکي «عام ارزښت» وايو. مګر دا کېدلای سي چي په نورو امتعوو کي بېل واوسي د بېلګي په توګه په رسامۍ کي. يو شخص کېدلای سي تر بل شخص و ورته رسامۍ ته د خپل فکر او خوند پر اساس ډېر ارزښت ورکړي. په اکثرو بوليو کي قيمت لګوونکي هم عام او هم شخصي ارزښت په نظر کي اچوي، او همدا کړنه د دوی پر آخرنۍ قيمت لګوني باندي اغېزه اچوي. 

درېيم: درېيم متحول غير معين حالت دی. د بېلګي په توګه، کوم قيمت لګونکی به د اړونده امتعه او يا خدماتي توکي په اړه معلومات ولري او يا همدارنګه د هغه د ارزښت په اړه چي په قيمت لګولو کي خورا اړين رول لوبوي. 

ميلګروم او ويلسن دواړو د ورته تيوری د ايجاد څښتنان وه، چي موږ او تاسو ته يې دا تيوري په خورا ښه توګه تشرېح او واضح کړې ده. 

د سويډن د نوبل جايزې د ورکولو اکاډمي په يادښت کي واضح راغلي وه، چي ويلسن د بولۍ تيوری ته د عام ارزښت په نظر کي ساتلو سره پرمختيا او انکشاف ورکړ. ويلسن دا وښودله، چي په هره بولۍ کي «winner’s curse» شتون لري. دا اصلاً دې ته وايي، چي يو خوش باوره قيمت لګوونکی د بولۍ د امتعه عام ارزښت تر خپل اصلي ارزښت لوړ وټاکي، چي بلاخره د ورته بولۍ په ګټلو سربېره بيا هم ګټونکی زيانمن وي. همدارنګه، میلګروم نه يواځي دا چي د امتعه عام ارزښت د بولۍ په بازار کي قيمت لګوونکی په نظر کي ساتي بلکه شخصي ارزښت (private value) هم په نظر کي ساتي، پر دغه برخه تفصيلي کار وکړ. ده د بولۍ ستراتيژي په بېلا بېلو بولۍ جوړښتونو کي جوړ او تحليل کړله. 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب