یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، له امریکا سره یې منلې چې په هلمند کې به...

طالبان وايي، له امریکا سره یې منلې چې په هلمند کې به حملې دروي

تاند (شنبه، د میزان ۲۶) وسله وال طالبان وايي چې د افغانستان په جنوب کې یې د هلمند په ولایت کې د حملو له درولو سره موافقه کړې ده.

طالبان وايي دا موافقه یې یوازې وروسته له دې کړې چې امریکایانو ژمنه ورکړه چې پر دوی به بریدونه نه کوي.

تراوسه څرګنده نه ده چې دولتي ځواکونه به هم د هغو سیمو د بېرته نیولو هڅه کوي او که نه چې په وروستیو ورځو کې طالبانو په هلمند کې نیولي دي.

په هلمند ولایت کې وروسته له دې چې طالبانو د لشکرګاه ښار د نیولو په هدف د دغه ښار پر شاوخوا پراخې حملې وکړې او د ښار څلورمه ناحیه د باباجي سیمه یې ونیوله، امریکايي الوتکو د طالبانو د نور پرمختګ د مخنیوي لپاره هوايي مانورې وکړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ده او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر په قطر کې له طالبانو سره خبرې وکړې او موافقې ته سره ورسېدل چې حملې ودروي.

طالبانو په وروستیو حملو کې د باباجي ترڅنګ د نادعلي او ناوې ولسوالیو یو شمېر سیمې ونیولې او لشکرګاه ښار ته یې غځېدلې لاره په ماینونو بنده کړه. دغه راز یې د دې لارې په اوږدو کې ټول پلونه او پلچکونه الوزولي دي.

پرون زلمي خلیلزاد هم په څو ټویټونو کې ولیکل چې طالبانو ورسره منلې چې په هلمند کې به بریدونه دروي.

د جمعې په ورځ په هلمند کې په نسبي ډ‌ول کراري وه خو څرګنده نه ده چې دولتي ځواکونه د بایللو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات کوي او که نه کوي.

د طالبانو د حملو له کبله تر ۸ زره کورنیو پورې بې ځایه شوي او اوس په لشکرګاه، ګریشک او نورو سیمو کې په خورا بد حالت کې شپې تېروي.

د هلمند ځینو شمتنو او حکومت له بې ځایه شویو سره مرستې کړي خو راپورونه وايي چې د بې ځایه شویو شمېر تر دې خورا ډېر دی چې مرسته دې ورسره وشي.

د ډېرو کتونکو په باور د طالبانو دې حملو وښوده چې په قطر کې له بین الافغاني خبرو سره سره په افغانستان کې د سولې امکانات څومره کمزوري دي.

3 COMMENTS

  1. طالیبانو چه امریکا سره د بریدونو درول منلی،نو الله ج سره د هم ومنی چه بس نور قتلونه،نه کوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب