یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهوزیرستاني کډوال له افغان حکومت او نړیوالو بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي

وزیرستاني کډوال له افغان حکومت او نړیوالو بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي

تاند (جمعه د میزان ۲۵) د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د ګلان کمپ مېشت وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی ته په وخت سره مرستې او روغتیايي خدمات نه رسېږي.

د کډوالو په وینا، کوم خوراکي توکي چې دوی ته د نړیوال خوراکي پروګرام له خوا ورکړل شوي هغه هم بې کیفیته دي او ځيني چې پخوا ورکول کېدل اوس نه ورکول کېږي.

په دغه کمپ کې د وزیرستاني کډوالو د شورا د مشر، ملک جمشید مسید په خبره خلک بې وسه دي، نو باید په دوامداره توګه ورته د خوراکي توکو او روغتیايي خدماتو مرستې ورسېږي.

د ښاغلي مسید په وینا چې دوی له درې کالو راپدېخوا د اسنادو غوښتنه کوي، خو خبره یې څوک نه اوري.

په ورته مهال په یاد کمپ کې د ښوونځیو مسؤلین د زده کوونکو اساسي ستونزه له پینځم ټولګي پورته د زده کړو د امکاناتو نشتوالی یادوي او له حکومت په ځانګړي توګه یونیسېف څخه د درسي او نورو لازمو موادو د مرستې غوښتنه کوي.

د ګلان کمپ ځوانان بیا له نړیوالو بنسټونو او افغان حکومت د کاري زمینې د برابرولو غوښته کوي او وايي چې په دې سره به خپلو ځینو ستونزو ته د پان ټکی کېږدي.

د خوست د کډوالو چارو ریاست چارواکي د کډوالو یادې ستونزې مني او وايي چې د حل په موخه یې خپلې هڅې پیل کړي دي، چې ډېر ژر به ورته رسېدنه وشي.

د پاکستاني پوځ د ضرب عضب په نوم د عملیاتو له کبله چې د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې یې په وزیرستان کې تر سره کړل، زرګونه وزیرستاني کډوال د خیبر پښتونخوا د یو شمېر نورو سیمو سربیره د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونو ته هم کډه شوې وې، چې ډیری هغه یې بېرته ستنې شوي، خو شاوخوا ۷ زره کورنۍ لا هم په په خوست کې مېشتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب