شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+لیکنې مې ځانګړې دي| ډاکتر ماخان مېږی شینواری

لیکنې مې ځانګړې دي| ډاکتر ماخان مېږی شینواری

له پیله یوه اړیینه یادونه: دا څه چې ما لیکلي، دا مې له الماني ژبې څخه رانیولي او راټول کړي، دا په دې مانا، چې زه نه دومره هوښیار یم او نه دومره پوه، خو یوه وتلې ژبه  الماني مې زده او د هغې په مټه او لیکنو مې لیکنې ودانې دي. دې ژبې راته دا توان هم راکړی، چې د پښتو ناسمونونو ته مې پام را اوښتی او سمونونه یې د دې ژبې په مټه کوم. 

بسې:

په دې کې خو زه هم کوم شک نه ګورم، چې لیکنې مې ځانګړې دي او په ډېرو ځایونو کې ان تردې، چې زموږ  د ټولو د لیکنو مخامخ دي، خو تراوسه مې دا اند دۍ، چې د ژبلارې سره بېلارې نه دي.

زما په لیکنو کې د هغه پوهنیز څه شننو او څېړنو پرته کوم نومونه یا نور ویونه ما نه دی جوړ کړي، هغه څه چې دي، هغه مو په زبه کې شته. دا چې موږ په ښوونځیو کې څه لولو او نه پوهیږو، چې ترې پوهېدنه به یې څه وي، نو د دې پوښتنه هم نه کوو، چې دا به نو په پښتو څه وي او څه ښایي، نو هغه ښوونکی او یا بل پوه پرې  هم نه پوهیږي، چې څه ترې پوهېدنه لري.

موږ تراوسه- دا په خواشینۍ وایم- پوهنه هم خپله کړې نه ده، دا مو له نومونو سره راپور کړې، دا په داسې ترې پوهېدنه، چې فکر پرې نه کوو او یا نه شو کولی، چې د بېلګې په توګه دا کرهّ چې لولو  وایو، دا به نو په پښتو څه وي.

هغه څه چې ما دژبې په توان انډول نومولي یا ښه یې : انډول نوم ورنهمیندلی ، دا همداسې دي او په پښتو کې ورته بل څه نه شو ویلی. دې ته مو فکر نه دۍ کړی چې پښتو هم همداسې یوه ژبه ده، لکه دا نورې ژبې. په نورو ژبو کې چې څه وي، هغه زموږ په ژبه کې هم شته، خو میندل یې  د لومړي ځل له پاره داسې لږ ستونځې غواړي.

موږ چې کومه پوهنه راپور کړې، نو د هغې هغه خونديونه مو راپور کړې، هغې نومونه مو راپور کړي او خپل نومونه یا و یونو ترې پوهېدنه مو راته پردي یا نا بلد دي.

که د کرې په ځای غونډوسکه یا غونډاری ووایې، نو هغه ناست لوستي کسان درپورې خاندي. 

له همدې امله ده، چې که اوس زموږ ژبپوهان له عربي زموږ له پاره ورځني کوم نوم له پاره پښتو نوم غواړي پیدا کړي، نو هغوي دا کار بې له دې کوي، چې د هغه نوم په خوي ځان وپوهوي، په دې هکله مې لیکنه شنه، چې،، پښتو ناسم راننباسلي نومونه،، سر لیک لاندې دي.

خبره به نه اوږدوم، اوس به راشم هغې خپلې موخې ته، د ښوونځي لیکنې څنګه دي او دا زما لیکنې، چې له دې امله ځانګړې دي.

د ښوونځي له زده کړې زدکړې په بنسټ به ولیکو:

په دایره کې تعریف شوي د داېرې توکي:

ډاېره، محیط، سطحه،قطعه،قطاع،قطر،قوس،وتر.

دا د ښوونځي نومونه دي، خو زموږ لوي او واړه نه پرې پوهیږي او موږ هم نه پرې پوهیږو، چې دا به نو څه وي، خو په هغه ځمککچپوهنيز پېژند یې پوهیږو.  

په مثلث نه پوهېږو، چې په پښتو څه ترې پوه شو.

دا پورته عربي نومونه که واورو، نو نور پرې نه پوهیږو، خو دومره پوهیږو، چې دا په یوه یا یوه پوهنیزه ريښه اړه لري. له بلې خوا دا موږ ته هغه له پیله ځکه ورځني او بلد برېښي، چې لیکلوست مو په دري کړی- لږ تر لږه هغو پخوانیو- او دا نومونه راته بلد دي یا د دې نومونو سره بلد یو. دا چې په هغه وخت کې او اوس هم زدکړې  او لا تراوسه هم په پوره توګه په عربي یا درې دي، نو پښتو ته یې چا فکر هم نه کاوه، ان تردې چې هېڅ چا به له ښوونکي پوښتنه هم نه وي کړي، چې ایا  د بېلګې په توګه دې کرې او مثلث  ته په پښتو هم نومونه شته او که نه او همداسې یې په پښتو انډول کې ښونکو هم فکر نه دۍ کړی.. 

ما د دې په پښتو نومونه میندلي – دا په دې ترې پوهېدنه، چې ما نه دې ټاکلي او نه یې د ټاکلو توان لرم او نه په دې هکله د شپې خوب ګورم، چې د راپاڅېدو سره سم مې بیا نوم ورته پیدا کړی وي- او هغه دالماني ژبې په مرسته. د داېرې له پاره به داسې ولیکم یا مې داسې لیکلي:

ګردۍ، چاپېریال، هواره، ټوټه، برخه، ټوټوونې، وړانګه، نیمۍ.

که دا د لومړي ځل له پاره واورو، خو ورسره بلد یو، د خپلې ژبې نومونه مو دی، خو که ووایو، چې دا په ځمککچپوهنه کې راځي، نو بیا به ورته هکپک، ځکه شو، چې هغه ورسره بلد ځمککچپوهنیز نومونه نه دي.

که د دې هغه ځمککچپوهنیز پېژند ورکړ شي، نو بیاله چا نه هېریږي، خو دا به دا اوس هم دموږ له پاره څومره هکپک کوونکی وي.

راځۍ چي یو څه له یوه بلې ريښې هم راوړو:

که په یوه مرطبان کې یو ممبران نصب ( که نسب) کړو او د ممبران یوه طرف ته یو د مالګې رقیق محلول واچوو او بلې لور ته یې غلیظ محلول، چې  دا رقیق محلول مشبوع هم وي، نو دلته به دا د اوبو حرکت له رقیق محلول څخه د غلیظ مشبوع محلول په طرف وي.

ګورۍ، چې دلته به د پښتو په کې څه وي؟ 

پرته له هغه تړنویونو به نور څه په کې په پښتو ونه ګورو.

یوه یادونه دې همدلته وي:  

که چېرې همداسې موږ دا پور شوي ویونه وکاروو، نو لرې نه ده، چې همدا به مو د ژبې نومونه وګرځي او د پښتو انډول به نور خپله د ورکېدو لار هم ونیسي.

 راځۍ چې اوس دا په پښتو ولیکو:

که چېرې په یوه بوتل یا ساده یې لوښي کې یوه پرده کیږدو او د پردې یوه لور ته یو نری ملګوبی واچو او بلې لور ته یو موړ ټینګ ملګوبی واچوو، نو د اوبو خوزښت به د نري ملګوبې څخه د ماړه ټینګ ملګوبې په لور وي. 

دې باندې به ګوره هغه کلیوال پښتون هم پوه شي او زده کړه به یې هم اسانه وي، ځکه چې په لومړي پېژند کې خو باید محلول، رقیق، غلیض، مشبوع هم زده کړې و دا پوره ستونځمن نومونه دي. 

زه په مشبوع هلته پوه شوم، چې په کوم ځای کې مې په لیکلو دا نوم راغۍ، چې له الماني څخه مې یې بیاپه پښتو انډول ومینده.  

زما لیکنو او ژباړو ځانګړنوالی:

لومړی: ما چې نږدې څلوېښت د شمېر پوهنې کتابونه په پښتو  لیکلي، ما هڅه کړې، چې هیڅ یو نوم هم جوړ نه کړم او دا نومونه مې د پښتو ژبه کې میندلي او شته. دا دې ځانله د شمېرپوهنې مینه وال نه، بلکه د پښتو مینه وال هم وګوري، چې د ژبې له مخې څنګه دي.

دویم: ما  درې د فزیک کتابونه هم ژباړلي او هغه هم د هرڅه سره په پښتو دي او دا هرڅه په پښتو کې شته، د کېدونې یا شونې پولې پورې.

دریم: ما شپږ او که د مخه ور سره کړو ڼو اوه کتابونه  او څو مجلې په پښتو لیکلي، له ډلې یې یو د فلسفې کتاب ژباړه ده، چې ماته په زړه پورې برېښي او هرو مرو به د نورو ژباړو او لیکنو سره پوره ډېر توپیر ولري.  په دې مې دوه دمخه چې لیکلي وو، هغه مې پوره وغزول، نو له دې امله دوه غزول شوي دي. 

په دې کتابونو کې د ګرامر کتاب لا تراوسه ن ج ته نه دې پورته شوي(اوس پورتهشوی)، خو د ټولو لیکنې د تاند او د دعوت درنو خپرونو کې لا د مخه خورې شوي، چې ګرانو مینوالو به لوستې وي.

د پښتو په لار کې د ګرامر لیکنې، چې د الماني ژبې په مټ مې کړي، هم ماته دپام وړ برېښي، خو هغه زه یې چې دګرانو لوستونکو څخه د لوستلو هیله کوم- سره له دې، چې دا به هم تاسو د مخه هم په پورته یادو درنو خپرونو کې لوستلې وي – چې دا بیا هم ولولي.

 دا د ،، په پښتو کې ناسم ننباسل شوي ویونه،، کتاب دی: دا لیکنه ـ په ډېره بخښنه – ستاسو د ټولو په مخامخ یوه لیکنه ده، او دا ویونه، چې ما په پښتو ناسم بللي، دا نږدې زموږ ټول لیکوالان لیکي، نوله دې امله

هیله: ګرانو ژبپوهان او ژبمینوالو! زه په دې لیکنو سوچ بوچ ځانله یم. دا بدبختې او دا نامنندویه دنده لوي څښتن یواځې زما په برخه کړې. د کتاب په سر کې مې لیکلي، چې: که چا راته دا وښووله، چې دا دې ناسم دۍ، نو  له ما څخه دې د ډاکترۍ شهادتنامه واخستل شي، که نه د پښتو ژبې ډاکتري دې راته راکړي، چې بیا دا دومره هڅې په دې ارځي.   

زما هیله له ټولو لوستونکو بیا په ځانګړې توګه ژبپوهانو څخه دا ده، چې زما لیکنې ولولي او ماته بیا له هغې وروسته په ګوتنیونې ډول خپل اند ووایي یا ولیکۍ. که دا ساده نیسۍ، نوزه به داسې ترې وپوهېږم، چې یا مې لیکنې بې ارزښته دي او یا تاسو دې لیکنو ته پوهنیز ځواب نه لرۍ او خولهپه پټوۍ، چې په دې حالت کې بیا دا پوهنیز اخلاق نه دي او هرومرو  به پړه یاستۍ.

ډېره بخښنه غواړم، چې ځږه ژبه مې وکاروله، خو ځان راته په حق برېښي او یا یې تاسو راته داپه څټ یامخامخ وښایاست. بیا هم په بخښنه. 

دا دې یو څرګنده هیله لیک وي.

د افغانستان علومو اکادمي پښتو څانګې محتورم ریاست او لږ تر لږه د کابل پوهنتون د پښتو پوهنځې محترم ریاست ته په ډېر درنښت.

موږ د ولس په زیان یا مو ولسې څه ته زیان رسول، که د هر چا له لورې وي، بابیز ګورو اونیسو، خو که زموږ ځانیز زیان په کې وي، نو بیا دزیانرسونکي سره له مریو نیسو.

هرڅوک چې ناروا کوي او دا د ولس سره نو زموږورسره په څتکړنه نه شته. له دې امله زه غواړم، زما په تن، بدن او اند د دې کار سره لږ تر لږه په داماته په زړه پرته مسئله کې  د پای ټکی کېږدم، له دې امله دا لیک:

د افغانستان د علومو اکادمي پښتو څانګې او د افغانستان د پوهنتونونو د پښتو پوهنځیو محترمو ریاستونو او په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون د پښتو پوهنځي محترم ریاست ته په خورا درنښت غواړم خپله غوښتنه په لاندې ډول وړاندې کړم: 

ما ستاسو او زیاتو پوهانو لهخوا لیکنو کې ناسم ویونه راټول کړي او په هکله مې لیکنې د تاند او دعوت او نورو زیاتو خپرونو کې خورې شوي او همداسې مې د ،، پښتو تهناسم راننباسل شوي وینه،، د سرلیک لاندې، چې دا ټول ناسمونونه مې هلته رایوځای کړي، خپور شوی. دا ژبه زما م هم ده او حېږم، چې ناسمونونه یې په ګوته کړم او مسئول یې سمون ته راوبولم، که داهرڅومرهستونځمن کار هم وي او یا دا چې زه د دې خپلو داسې لیکنو سره ستاسو د لیکنو له املهلهتاسو سره تېری دې، چې اسو هې هم بابېزهباید وه ګڼۍ او زما د داسې کړنو مخامخ باید ودرېږۍ، ما پوهنیز محاکمه کړۍ…..

پرته له ما یا هر یوه کس څخه، چې ورته څه ووایې، نو بیادرسره خوله ماتوي.

زه له تاسو دا هیله لرم یا داژبه په تاسو دا حق لري، چې یا مې داستاسو ناسمونونه، چې ما سم کړي ومنۍ او یا زما د لیکنو په ناسم ښودلو راته کلکه سزا راکړۍ. یو ځل باید وښایو، چې څوک موږ ته په ناحق وبلو او نا حق ملامتولو نه پرېږد.

1 COMMENT

  1. اسلام علیکم………..
    ښکلي لیکنه شینواری صاحب، پښتو ژبه به انشاءالله په ویلو، لیکلو او اوریدلو بډا او غني شي، نړۍ مننه له ټولو دوستانو او هیوادوالو چی مورنۍ ژبي ته کار کوي….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب