پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد هلمند ځايي چارواکي: د پاکستاني جنګیالیو مړي د جګړې په ډګر...

د هلمند ځايي چارواکي: د پاکستاني جنګیالیو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي

تاند (پنجشبنه د میزان ۲۴) د هلمند چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د جګړې په ډګرونو کې د طالب وسله والو د جسدونو په منځ کې پاکستاني وسله وال هم لیدل کېږي.

د هلمند د مرستیال والي بریالي نظري او د ځايي خلکو په وینا چې پاکستاني ملیشې او جنرالان د طالبانو تر څنګ د افغان پوځیانو په مقابل کې جنګېږي.

ځايي خلک وايي، د طالبانو په لیکو کې داسې کسان هم شته چې د افغانستان په رایجه ژبو خبرې نه شي کولی او ډېره برخه یې پاکستاني ملیشې او جنرالان دي چې د جګړې رهبري هم کوي.

د هلمند مرستیال والي هم مني چې د جګړې مشري د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې کسانو سره ده.

د نوموړي په خبره د جګړې په ډګر کې چې د کومو کسانو مړي پاتې پاکستاني وګړي دي.

که څه هم طالبانو په خپلو لیکو کې د بهرنيو جنګیالیو د حضور په هکله کوم څه نه دي ویلي، خو د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي چې په دې جګړه کې د جنرالانو په ګډون شاوخوان ۲۵۰ پاکستاني وګړي حضور لري.

په هلمند کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ د جګړې شپږمه ورځ ده، خو لا هم جګړه روانه ده چې دواړو خواوو ته پکې د درنې مرګژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

6 COMMENTS

  1. ددغو پنجابيانو عکسونه، ويډيو يا مشخصات ولې رسنيو ته نه ورکول کېږي يا که دروغ وايي.
    که د بهرنيو جنګيالي رښتيا هم وي بايد ملت ته وښودل شي ترڅو هرڅه روښانه شي.

  2. په دې کې هېح شک نشته چې پنجابي تور مخي او د تورمخي پوځ بېشماره غړي په نا قانونه او دوامداره توګه د کرښې څخه را اوښتي او د رښتنيو افغانانو پر ضد جنګېدلي. دا لړی د پخوا په شان اوس هم دوام لري. یوه لویه بېلګه یې د ۱۹۸۸ کال د جلال اباد جګړه وه چې په لسهاوو تورمخي دښمنان او د هغوی لاسپوڅي پکې مردار شول او فلمونه یې هم د وخت د ټلوېژیون د لارې وښودل شول. اوس هم دا ډېره مهمه ده چې د وژل شوو تورمخو انځورونه د ثبوت لپاره د رسنیو په مټ د خلکو سره شریک کړای شي. که داسې نه کېږي نو خلک شک کوي او وایي، یا دا موضوع درواغ ده او یا هم چارواکي د بېرې څخه دا فلمونه نشي ښودلای. درناوي

  3. د طالب په څنګ کی د پاکستانی افسرانو او سربازانو شتون شاید د انکار وړ خبره نه وی او ممکن پاخه اسناد هم موجود وی خو د پاکستان او افغانستان د دولتونو تر منځ د ځینو حساسو ( معمولاً ډیپلوماټیکی ) نزاکتونو او ځینی نورو مصلحتونو له وجی د پاکستانی افسرانو ګډون ته جدّی پاملرنه نه کیږی.

  4. دا هر څه د تور مخي او ګنده پنجاب په مستقيمه رهبرۍ او مرستې تر سره کېږي. لعنت د وي په دې چلوانو. ددوئ له مرسته پرته تیزن او دلال طالب مشران هیڅ غول هم نه دی. خپلې مردارې کونې هم نشي پاکولی. یوً څو تنه مردار سترګي کونیان اوس د افغانستان په راتلونکې لوبې کوي.
    افغان دولت باید ټول طالب بندیان وطن ته د خیانت په جرم اعدام کړي وای، تر سو دا ورځ بیا په هلمند نه وه راغلې. هغه بندیان چې خوښې شول اوس ټول د پاکستانی چلوانو تر قومندې لاندی د افغانستان ورانی ته بیا شروع کړې ده. په هر ځای کې چې پاکستانی افسران په حګره کې وي همداسی ورانی او تخریب کوي. د شمالي باغونه هم نمدې کوس فروشانو وران کړل. او دادی بیا په هلمند کې همدا قصه بیا تکرارېږي.

  5. تیره ورځ می هغه ویدیو ولیده چه په نورو ژبی خبری په کی کیدی او په پښتو نه پوهیدل پنجابی او نورو ژبی خبری فس بوک کی کته پورته کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب