پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد جګړې له شدت سره سم حکومت ته د تسلیمېدونکو وسله والو...

د جګړې له شدت سره سم حکومت ته د تسلیمېدونکو وسله والو بهیر چټک شوی

تاند (پنجشنبه د میزان ۲۴) چارواکي وايي، ننګرهار کې د داعش او طالبانو ۱۸ وسله وال د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

د ننګرهار ولایت له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ۱۸ کسیزه ډله کې اته یې داعشیان او لس نور یې طالب وسله وال دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یاد کسان ددې ولایت په خوږیاڼو، بټي کوټ، چپرهار، هسکه مینه او اچین ولسوالیو کې د ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شوي او خپلې وسلې یې دوی ته سپارلي دي.

د ننګرهار ولایت مرستیال والي تمیم عارف مومند د دولت په نورو مخالفینو هم غږ کوي، چې له جګړې لاس واخلي او د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.

د سولې له بهیر سره یو ځای شویو وسله والو هم ژمنه کړې چې تر دې وروسته به ورانکاره کړنې نه کوي او خپل عادي ژوند ته به دوام ورکوي.

له حکومت سره د داعش او طالب جنګیالیو د یو ځای کېدو بهیر په داسې مهال چټک شوی چې ورځ تر بلې په ډیرو ولایتونو کې د جګړې لمن پراخېږي.

د راپورونو له مخې په نږدې ورځو کې په سرپل، بلخ او کونړ ولایتونو کې شاوخوا ۳۵۰ طالب او داعش وسله وال حکومت ته تسلیم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب