جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهترکیه: کندهار کې خپله نوې کونسلګري پرانیزو

ترکیه: کندهار کې خپله نوې کونسلګري پرانیزو

تاند(جمعه، د میزان ۱۱) په افغانستان کې د ترکیې سفیر اوزهان ارطغرل وايي، ډېر ژر به په کندهار ولایت کې د ترکیې نوې جنرال کونسلګري پرانیستل شي.

ارطغرل په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میروس ناب سره لیدنه کې ویلي چې هیواد یې غواړي په دغه هیواد کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت نور هم پراخ کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماټیکو اړیکو د سلمې کالیزې رارسېدو په مناسبت باید په ترکیه او افغانستان کې په ګډه یو لړ پروګرامونه تر سره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین میرویس ناب په نږدې راتلونکي کې په کندهار کې د ترکیې د نوې جنرال کونسلي د پرانیستلو هر کلی کړی دی.

نوموړي ویلي چې یاد کار به د دواړو هیوادونو د دیپلوماټیکو اړیکو پراخېدو سبب شي.

ترکیه هغه هیواد دی چې په مختلفو برخو کې له افغانستان سره ډیری وخت مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب