یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهعمران خان له عبدالله سره د خپلو خبرو یادونه وکړه

عمران خان له عبدالله سره د خپلو خبرو یادونه وکړه

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) د پاکستان صدراعظم د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له رييس عبدالله عبدالله سره د کتنې په اړه پر خپله ټویټرپاڼه مفصلې څرګندونې کړي دي.

ښاغلي عمران لیکلي چې له افغان مشر عبدالله عبدالله سره د ده خبرې ډېرې په زړه پورې وې او پر ګڼو مسلو یې ورسره خبرې کړي دي.

په داسې حال کې چې ویل کېږي پاکستان دا ځل غواړي د عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت جوړ شي، عمران خان نن لیکبي چې پرون د ده او عبدالله د خبرو اصلي موضوع دا وه چې افغانستان او پاکستان دواړه باید له ماضي څخه زده کړه وکړي او په تېر وخت کې پاتې نه شي.

«موږ ډېرې په زړه پورې خبرې وکړې: موضوع دا وه چې تېر وخت د زده کړې لپاره ارزښتناک ښوونکی دی خو باید په ماضي کې ونه اوسو.»

عبدالله په داسې حال کې پاکستان ته لاړ چې په قطر کې د سولې خبرې له ځنډ او خنډ سره مخامخ دي. یو شمېر کتونکي وايي دا خبرې د پاکستان شنې اشارې ته ځنډېدلي دي. له عبدالله سره د پاکستاني چارواکو خبرې به لار هواره کړي چې طالبان د قطر په خبرو کې نرمښت وښيي او یوه داسې حکومت ته لاره پرانیزي چې دا ډله او د شمال پخوانۍ ټلواله یې برخوال وي.

په قطر کې د طالبانو ځینې غړي وايي چې له «مجاهدینو سره مشکل نه لرو، خو تکنوکراتان دې په هغه خوا لاړ شي چې ورڅخه راغلي دي.»

د دوی اشاره اوسني ولسمشر اشرف غني او په حکومت کې هغه عناصر دي چې له لوېدیځو هیوادونو راغلي او په شمال ټلوالې پورې تړلي نه دي.

https://taand.net/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%b3%d9%81%d8%b1-%d8%aa%d8%b1-%d8%b4%d8%a7-%d9%be%d9%bc%d9%87-%d8%b3%d9%86%d8%a7/

1 COMMENT

  1. تکنو کراتان او جمهوری خوښوونکی خو زر نه خرڅیږی او غواړی افغانستان د سوکالی، پر مختیا او آبادی په لور روان کړی،او ددی لوی خيټو او تور خیټو پنجابیانو له سلطی خلاص سوو. طالب ولی د مجاهلینو په ضد سلاح ته لاس کړ ددوی هدف دا نه وو چی ریښتونی اسلامی نظام راولی د قدرت او پیسو وږی وو او دوی ددغی موخی لپاره داسی مبارزه وکړه چی په لکهاوو خلک یی شهیدان کړل او د دواړو غاړو پښتنو د تعلیم او علم تهداب یی ړنګ کړ. د طالب بل هدف دادی چی اکثریت ددی مجاهلینو تیا ر په پاکستان خرڅ او حلقه په غوږ غلامان دی او بیا پلورلو ته هیڅ ضرورت نسته، وقتی چی غنی او داسی نور له صحنی لیری سی د پاکستان دا مړاوی او تور مخ به بیا تازه او د طالی څټو او لوی خيټو په نامه ایتلاف به ړنګ سی او د افغانستان په هر کوڅه کښی به وینی بهیږی او پنجاب به خپل زین کړی آس ا افغانستان د شهیدانو په سینه وګرزوی. اوس نو ضرورت دادی چی د افغانستان اوولس بیداره او ددی ساختګی او ټرمپی سولی په باره کښی مقاومت وکړی مجاهلین او پنجابیان له منځه وباسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب