دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد غزني د پوهنې رییس وایي، طالبان غزني کې د ښوونځیو جوړېدو...

د غزني د پوهنې رییس وایي، طالبان غزني کې د ښوونځیو جوړېدو اجازه نه راکوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) د غزني د پوهنې ریاست مسولان وایي، چې وسله‌وال طالبان په دغه ولایت کې د ښوونځیو جوړېدو اجازه نه ورکوي.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس محب انصار ویلي، ډېر موده کېږي چې له مرکز څخه په دغه ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو جوړېدو لپاره بودیجه راغلې خو زیاتوي طالبان ورته د دې کار اجازه نه ورکوي.

انصار زیاته کړې، له ډېرې مودې راهیسي یې خپله او د قومي مخورو په منځګړیتوب هڅه کړې چې له طالبانو څخه د دې کار اجازه واخلي خو په وینا یې تر اوسه طالبانو ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

خو بل لورته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که چېرته د ښوونځيو جوړولو شرکتونه د طالبانو د موسساتو له کمېسيون څخه د ښوونځيو جوړولو اجازه واخلي، دوى يې له جوړولو سره ستونزه نه لري.

طالبان له ډېرو کلونو راهیسې د غزني په پښتون مېشتو سیمو کې د زده کړو مخالفت کوي خو له هزاره مېشتو سیمو سره کار نه لری.

د میدان وردک ولایت اوسېدونکي او چارواکي هم دا خبره کوي او وايي چې طالبان د پښتنو لپاره بېله او د هزاره وو لپاره بېله پالیسي لري. هزاره ګان پرېږدي چې هلکان او نجونې یې تعلیم وکړي خو پښتنې نجونې په هیڅ صورت له درېم ټولګي پورته زده کړو ته نه پرېږدي

1 COMMENT

  1. دا یو دلیل کفایت کوي چې ووایو طالبان د پنجاب غلامان ، د پښتنو او علم دښمنان دي . علم خوپه ټولو مسلمانانو فرض دی . د الله ج لومړی قرآني حکم زمونږ په ګران او محبوب پیغمبر حضرت محمد ص ﴿ اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ * خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ * اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ * الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ * عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴾ نازل شویدی. څوک چې د الله ج امر نه مني ، هغه منافق ، د اسلام او بشریت دښمن دی.
    له هزاره ګانو سره هېڅ کار نه لري چې بیا ایران خفه کیږي خو د پنجاب امر د پښتون وژلو لپاره د سر په سترګو مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب