محمد تمیم تکل
لوی احمد شاه بابا خپل حکومتي سیستم یوازې د کندهار او د هغه د شاوخوا سیمو په چوکاټ کې محدود پرې نهښود؛ بلکې په ډېرې چټکتیا سره یې شاوخوا ساحې د ځان تابع کړې. د هرات او دیره جاتو په گډون یې تر ۱۷۵۰ ز پورې شاوخوا ډېرې سیمې په خپله سترواکۍ کې متحدې کړې. ۤپه «درانیانو امپراتوري» چې د گل محمد نورزي له خوا ژباړل شوی دی لیکلي چې: کندهار، کابل، پېښور، د سند دریاب ښي غاړه، لوی هرات او نورې شاوخوا سیمې وې چې د ستر احمد شاه بابا د سترواکۍ هسته یې جوړوله.
د احمد شاه بابا د پېچلې ستراتیژۍ یوه برخه دا هم ده چې له اساسي هستې تر جوړېدو وروسته یې ترکستان، هندوستان، او اوسني ایران په نژدې سیمو باندې هم واک ترلاسه کړ.د مؤرخینو په اند د دغه کار لوی هدف د یرغلگرو له گوزارونو او ضرباتو نه د ځان او سیمو ساتنه وه.د افغانستان مشهور مؤرخ استاد علي احمد لیکي: « باید په یاد ولرو چې د احمد شاه بابا بهرني فتوحات، په هېڅ وجه په ابدالي دولت پورې، د هغو سیمو د تړلو په خاطر نه دي ترسره شوي!»
احمد شاه بابا په هند کې چې کوم فتوحات وکړل او هلته یې بیا د ډيلي د تخت یادونه هم په خپل شعر کې کړې ده؛ نو د ده مقصد او هدف دا نه و چې د ډيلي تخت ونیسي.پوهاند ریښتين لیکلي دي: « احمد شاه ابدالي (رحمه الله) د هند د مسلمانانو په بلنه او لوی روحاني او معنوي مشر شاه ولي الله دهلوي (رحمه الله) په غوښتنه څو ځله په هندوستان یرغلونه وکړل او مرټیانو ته یې د پاني پت په میدان کې سخته ماتې ورکړه. له دغه وخت نه وروسته د پنجاب، سند، کشمیر او نورې سیمې د سدوزیانو په پاچاهۍ کې شاملې شوې او احمدشاه گورگاني دغه ولایتونه په خپله خوښه احمد شاه ابدالي ته وسپارل چې بیا په کې نوي صوبه داران وټاکل شول.»
شاه ولي الله دهلوي رحمه الله یې په اړه ویلي دي: «افغان سپهسالار د هند د مسلمانانو ژغورونکی د انگلیسي ښکېلاک له منگولو څخه و.»
احمد شاه بابا په دې پوه او قانع و چې له اوسني افغانستان څخه بهر سیمې، د فارس او هند د قوتونو پر وړاندې د یوه سپر په توگه استعمال کړي.د سترواکۍ د نفوذ او نفوس په اړه یې علامه حبیبي صاحب لیکلي دي: «احمد شاه بابا په سیاست کې تل د نرمش، دوستۍ او اسلامي ورورولۍ پلوی و.د ډیلي، بخارا، خراسان، بلوچستان او سند له معاصرو امیرانو سره یې سوله او روغه جوړه باندې چلند کاوه. او له شاهنشاهۍ عظمت او عسکرۍ سره سره یې هغوی ټول د سرکښۍ په عملونو بښل او تاجونه یې ور بخشش کول چې دغه بخشش ته لیدونکي هم حیرانېږي.»
د ده د بریا یو له لاملونو څخه دا هم گڼل کېږي چې کومه سیمه به یې نیوله،د هغوی د ادارې او مدیریت له پاره به یې بېرته د هماغه ځای له اوسېدونکو څخه یو څوک انتخاب کړ.
ل.ل: نوم یې احمد خان د پلار نوم یې زمان خان او په ۱۷۲۳ کې د هرات په ښار کې زېږېدلی دی.په سیاسي او نظامي برخه کې یې د افغانستان، هند او فارس په اړه کافي او تخصصي مالومات درلودل. په ۱۷۴۷ کې په کندهار کې د مشرانو او مخورو له خوا د مشرۍ خول ور په سر شو.
لومړی کار یې د غلجي او ابدالي قبایلو ترمنځ د میراثي اختلافاتو ختمول او په ټوله سیمه کې د اتحاد راوستل و.حکومت یې ۳ قوې درلودې او د واحد اقتصاد له پاره یې سکه را ووېسته.
هغه مهال چې ستر محدث او مشهور عالم شاه ولي الله دهلوي رحمه الله د مسلمانانو د دفاع او خوندیتابه په پار لوی احمد شاه ته بلنه ورکړه دی هم له ځنډ پرته ور ورسېد. دغه جنگ د پاني پت په نامه یادېږي چې د مرهټ، جټ، راجپوټ او برهمني قبیلو متحد لښکر له درې سوه زرو ۳۰۰۰۰۰ نېولې تر نیم میلیون یا پینځه سوه زرو ۵۰۰۰۰۰ پورې و؛ خو په مقابل کې د احمد شاه بابا د لښکر تعداد شپېته زره ۶۰۰۰۰ و خو نتیجه کې حق غالب او باطل مغلوب شو.
د وسلو جوړول، معماري، حکاکي، د کابل او خلم ښارونو بیا رغونه او داسې نور یې مهم کارونو څخه گڼل کېږي. احمد شاه بابا ۲۶ کاله پاچاهي وکړه او د ۵۰ کلونو په عمر چې ۱۷۷۳ کال و وفات او د کندهار په لرغوني ښار کې خاور ته وسپارل شو.
تر ټول ستر کار یې په افغانستان کې د ملي او سیاسي وحدت تأمینول یادولی شو.
سرچینې:
۱ – تاریخ مختصر افغانستان – علامه حبیبي
۲ – د احمد شاه بابا پوځي تاکتیکونه – محمد نبي صلاحي
۳ – نوې کتنه، غوره کتنه – پوهاند ریښتین