جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ځینو ژبنیزو توکو پېژند| ماخان مېږی شینواری

د ځینو ژبنیزو توکو پېژند| ماخان مېږی شینواری

دا چې د ژبپوهانو له انده د ځینو ژبنیزو  توکو روښانه پېژند نه شته، نو له دې امله مې د ځینو لپاره دا پیژندونه بیا بیا راوړي، هیله ده، چې ستړي مو نه کړي. که د لیکنې په ترتیب کې مو ناسمون سترګو ته کېده بخښنه به وي، خو دې پېژندونو ماته پوره خوند راکړ.

وی:

یو وی یو خپلواک ژبنیز یوون (یووالی یا یا ناسم یې واحد) دۍ. د یوه غږ یا سېلبې سره په مخامخوالي دا په پیداېښتي ژبه کې پرته له غږ یا سېلبې یوه خپلواکه مانا هم لري. یو ټولیز باوري پېژند د دې له پاره نه شته او ستونځمن هم دۍ. دا موضوع ډېره اوږده څېړل شوې، ما یې یواځې هغه لنډ پېژند له تاسو سره بیا ګډ کړ.

پورته مو وویل چې وی ټوټه کېدی شي، مګر مورفیم نه ټوټه کېدونکی دۍ او کېدی شي، چې دا یو مورفېم یو وی وي.

 

بیا د غږونو ډولونه او نورې ځانګړتیاوي هم شته، چې هغه په دباندنیو د پرمختتلو ژبو په ادبیاتو کې هرو مرو شته او په ښه توګه. 

 

بیا:

وی څه شی دۍ؟

یو وی یو خپلواک ژبنیز یووالی( ناسم یې واحد) دۍ. په پیداېښتي ژبه کې دا – د غږ یا سیلبې مخامخ- یو خپلواکه یا ښه یې نااړونده مانا لري.  یو ټولیز منل شوی پېژند نه شته او ستونځمن هم دۍ، ځکه چې دا  د کلیمه ،، وی ،، د ژبپوهانو منځ کې یا پوره اوبی نه ده او یا یې په بل څه یادوي . ګومان مې دۍ یو فرانسوی ژبپوه د ،، وی،، په  ځای ساده ،، نخښه،، کاروي. دلته هم د لیکلو او روښانه ونې، ښه یې څېړنې اړتیا شته او په نورو ژبو کې خبرې پرې شوي نورو ژبوکې یې وګورۍ..  

  

کلمه څه شی دۍ؟

  ; trem; Begriff  کلمه انګرېزي او الماني یې 

د  وی ،، کلمې ،، سره  د یوې نخښه ونې یا یوه اندلرنې یا حدث وهنې  مانامنځپانګه ویل کیږي یا پوهېدل کیږي. یوه کلمه یو  سیمانتیکي یووالی جوړوي، چې د یوه نومځاینیوي یا یوه اند برخه ده. دا هم همدومره. پوهېږم، چې دا څه همدومره روښانه ولی شم، ډېر وخت نیسي، چې دا سرته رسوم. ډېر  نه دۍ، خو ورسره بوختیا باید زیاته وي ( په بخښنه).

غونډاله: یوه غونډاله له یوه یا ډېرو ویونو جوړ رابند ژبنی یووالی (واحد ناسم دۍ) دۍ.  د غونډالکلیمې پېژند له بېلابېلو لیدلورو ورکړ شوی دۍ، چې یو بل سره نه پټوي یا ښه یې نه پوښوي. په ټوله کې یوه غونډاله له ژبپوهنیزې لارې، د یوه ستر یووالي په څېر، پیژندلکېدی شي، چې د سینتاکس(پېژند یې ورکړل شوی) له لارې ورکول کېدی شي.ځنې څرګندونغونډاله د خبرو اترو۰کمونیکېشن) د خورا کوچني  د پوهونی  یووالي  پېژندل کیږي. خبرکړنې(خبراکت ) په څېرمنځ ته راتلی شي، له 

بله انده  دلته د د څرګندونې کلمه کارول کیږي

د غونډالې کلمې ټاکلو له پاره ډېرډوله لیکنې یا اندونه شتون لري، چې د ټولو یوځایکونه نږدې ۲۰۰ ته د غونډالې پېژندونه رسیږي. هرژبنی ښوونځې خپله ځانله د غونډالې پېژند منځ ته راوړي. بېلا بېل سم اندیز، فلسفۍ، د خبرو اترو پوهنیز او ساپوهنیز اړخونه لږ یو بل سره یوغګیزکوي لیدل کیږي. ورته نیولکیږي، ، چې چې د نخښونو پسې غونډاله یوه یواځنۍ کلمه   ده، بلکه یوه ټوله کورني، چې یو بل سره غوڅوونې یا ګډغوڅوونکې ـپه دې مانا چې ګډ څه سره لري) ځان پسې لري. 

کلمه

Definitionsbefund۱ . ۱ پېژندپیداکونه

1.1.1Schulduden  د ښوونځې دودن

1.1.2Duden-Grammatik  ګرامر دودن –

1.1.3Satz als Subjekt- und Prädikateinheit غونډاله د سبجکت- اوپرېدیکات په څېر

1.1.4Satz als Rede- oder Textelementغونډاله د خبرو- یا لیکنتوکي په څېر

1.1.5Satz als kommunikative Einheitغونډاله د خبرو اترو یووالي په څېر   

 دا موضوع نوره نه غزوو، که څه هم ډېره خوندوره او پهزړه پورې ده.

 

د پېژند پیداکونه :  دلته کېدی شي د غونډالې یوڅو خواره شوي پېژندونه بېرته ورکړی شي: 

د ښوونځي دودن ـ( دودن د الماني ژبې شننیزه کتابونه دي، چې په هره څانګه یانږدې په هره څانګه کې يې لري): د غوڼدالې د ښوونځي دودن پېژند دۍ: ،، ژبه یو رابند ژبني یا تړلی یووالی دۍ، چې له کوچنیو یوونونو( ویونه او ویونډلې یا – ګروپونه) یوځای( ايښوول) شوي،، 

  دا چې غونډالې د یوه وي سره شتون لري( بېلګه یې : ځه) ، نو کېدی شي د یوې داسې غونډلې پېژند د وی څخه توپیر ونه  لري. یا توپر نه شو کړی. دا هم روښانه  نه ده،، جې ژبني یووالي لاندې څه پوهږو. یوه ویډله (سنتاګما)  هم په خپل دننه کې هم  رابند یا پوښلی ژبني یووالی دۍ. نو له دې امله په پورته پېژند کې دویونو پسې راتلنه یا تعقیب په خپل دننه کې یو ژبنی رابند یا پوښلی یووالی دۍ

نو له دې سره پورته پېژند د ویونو پرلپسې (راتلنه) ،، په خپل دننه کې یو رابند ژبني یووالی دۍ.،، یو په خپل دننه کې رابند ژبني یووالی، بې له دې چې د يېژند له مخې روښانه وی، چې د څه له امله یا کومې لارې یوه داسې ویډله دې ځان له یوې غونډالې سره بېل کړي

غونډاله ستر یووال یا یوون (واحد ناسم دۍ) دۍ، چې د سینتاکس له لارې جوړېدی شي،،

د بلومفیلد پېژند له مخې: غونډاله،، د خورا لويې خپلواک سینتاکتیکې بڼې په څېر ، چې د خپلې لوري د هیڅ ګراماتیکي جوړښت په یوه خورا لویه سینتاکتیکي بڼه کې خوندي نه ده. ،،  

د دودن ګرامر: د دودن ګرامر زیات غونډالپېزندونه راته وړاندې کوي:

،، یوه غونډاله یو پوښلی یا رابند یووالی دۍ، کوم چې د سنتاکس له لارې جوړ شوی دۍ

موږ نا پورهغونډالې هم لرو، چې په لاندې ډول یې لږ روښانه کوو:

ناپوره غونډالې :

  • د ،،غونډالې،، کلیمې لاندې نا پوره غونډالې هم راځي، نو داسې غونډالې چې د هغوي اړتیا له مخې یا اړینډوله د غونډالې یو یا ډېر غړي نه وي. بېلابېل تیوپونه سره توپیریږي:

Anakoluth[on] (= Satzbruch غونډالماتېدنه

 ،، په څه مو غوښتل بیا… هو بیا مې په یاد راغلل:دا د پرون لوبې په هکله.،،

 یوه پیچلې غونډاله دغونډاللړۍ او غونډالزیاتونو سره سړی یو غونډالراګرځېدونکې هم بولې.

غونډالې کړی شي د یوه یوه تړوني( سیدېتیک) یا د ډېرو تړونو (پولسیندېتیکي) یا بې تړونې( اسیندېتیکي) یو د بل سره وتړل شي. 

Beispiel:سیندېتیکي: :

سیندېتیکي: ،، زه راغلم، ما وکتل او زه بریالی شوم،،.

پولیوسیندیتیکي: ،،زه راغلم او ما ولیدل او زه بریالی شوم،،.

اسیندېتیکي:  ،، زه راغلم، ما ولیدل، زه بریالی شوم

نومیزه غوڼداله، چې ډېر وخت ترې غونډالې بې له مرستندويکړنې دۍ پوهیږو.

بېلګه: ،، ښځه لاړه، پیسې لاړې، کور لاړ

پيداېښتي ژبه:

په ژپپوهنه کې پيداېښتي ژبه هغه ده، چې له انسانانو ویل کیږي یا لهانسانانو خبرې پرې کیږي یا 

یوه زېږېدلې ژبه، چې لهیوه نا لارښود شوي ودې منځ ته راغلې وي.دلته دې ته هم ګوته ونیسم، چې

 ،.ژبه -لکه چې څنګه یې زموږ ژبپوهان وایي- معامله نه ده پیداېښت دی. د ژبې نور ډولونه، لکه 

جوړې شوې یا مصنوعي ژبې، هنري ژبې، د نخښو ژبې او نورې شته، چې موږ یې نور له څېړنو

 نیت نه لرو..، 

بیا: چې له پیداېښتي ژبې غږیږو، نو لهدې سره جوړه پوهېږو، چې ژبه قرارداد نه دۍ، پرته له موږ 

منځ ته راغلي هغه ویونه، چې په پیداېښت کې په ژبه کې نه و، خو موږ له دې سره مخامخ نه یو، 

له دې سره پرمختللي هیوادونه مخامخ دي، چې هغوي نوي څه منځ ته راوړي

ټولیز پېژند یا غوڼدالجوړښت ښونه:Syntax  د سینتاکس

د سینتاکس لاندې سړی د غونډالو جوړونو ښوونه پوهیږي. دا کره کوي ، چې څنګه له یوګونو برخو

 – ویونو – موخه ورې غونډالې جوړیږي –    

 د سینتاکس لاندې سړی یوځای ايښول شوۍ پیداېښتي یا جوړښتیز نخښه سیستم  په ټولیزه توګه  ساده 

  ننخښو  ته  ګډوله لارسیستم پوهیږي 

دا لاندې لیکنه، چې الماني ژبې په مرسته لیکل شوې وګورۍ، چې د پښتو سره سرخوري او که؟ او که نه نو په ګډه یې راسمولی شو.

د غونډالو جوړښت

 غونډالې د ژبې د توکو له یوځای ايښوولو څخه جوړیږي.

ګډوله غونډالې- پیلونه

یوه ګډوله غوڼداله له دوه یا ډېرو پوره غونډالو جوړه ده، چې هغوي یو د بل سره تړلې ، سم اندیز خپلواکې غونډالې دي، چې ګډه موضوع لري او تړنویونو،، او،، او همداسې ،،یا،، سره تړل کیږي. دا ډول  غونډالتړنه تنظیم شوې ( بنسټغونډاله یا اصلي غونډاله) تړنه بلل کیږي. تړنویونه ( د بېلګې په توګه یا، او) سړی منظمکوونکي تړنویونه بولي. 

بېلګه:  او

سپین له ننګرهار څخه راځي. خوږه له خوست څخه راځي..

سپین له ننګرهار څخه راځي او  خوږه له خوست څخه راځي

زیات وخت د دوه غونډالو منځ کې یوه سم اندیزه تړنه شته وي یا شتون لري.

په لاندې بېلګه کې دویمه غونډاله د لومړۍ غونډالې له پاره یو لامل دی او لومړۍ غونډاله د دویمې غونډالې یو سم اندیز پسې رتلنه یا پرلپسې ده.

بېلګه: پرلپسې( تعقیب) – لامل

هغه نه راځي. هغه ناروغ دۍ. د دوه غونډالو سم اندیز ګډاړیکوالی د دوه تړنویونو له لارې جوړیږي. سړی کړی شي د یوه سم اندیز دلیل-پرلپسې-اړیکې د بېلګې په توګه تړنویونه (ولې) چې، له دې امله، ، ځکه چې و کاروي.  

بېلګه:

دا(ولې) چې: هغه نه راځي، دا (ولې)چې هغه ناروغه دی

له دې امله:  هغه ناروغه دی، له دې امله هغه نه راځي.

ځکه چې: هغه نه راځي، ځکه چې هغه ناروغه دی. 

تړلشوې غونډالې د یوې کوما له لارې سره بېلیږي. تړنویونه  لومړۍ او یا دویمئ غونډالې پورې اړه لري. هغه دا غونډاله ،، په نخښه،، کوي. سړی کړی شي د ځنو تړنویونو له لارې( د بېلګې په توګه ځکه چې) د غونډالو لړۍ پرلپسې سره بدلې کړي، د ځنو سره نه ( د بېلګې په توګه داچې، له دې امله).  

بېلګه: ځکه چې

هغه نه راځي، ځکه چې هغه ناروغ دۍ.

ځکه چې هغه ناروغ دۍ، هغه نه راځي.

بنسټغونډال – او څنګیزغونډالتړنه

 تړنویونه د کړنې یا کړ ځای ټاکي. د کړنځای ټاکنې  پسې سړی کړی شي د سم اندیز غونډالتړنې دوه اریز- یا اصلي ډولونه سره بېل کړي:

 لومړی داچې تړنه، چې په هغې کې کړنه په یوه غونډاله کې  په اخر ځای کې ولاړه وي( که غواړۍ: ځاي په ځای وي).  د تړنې  دا ډول څنګیزغونډالتړنه بلل کیږي یا سړی دا ډول تړنه څنګیزغونډالتړنه – یا نیممنظمه تړنه بولې. تړنویونه سړی نیممنظمه تړوني بولې.

بېلګه: ځکه چې (څنګیز غونډالتړنه= کړنه په پای کې)

هغه نه راځي، ځکه چې هغه ناروغ دۍ.

په الماني ژبلار کې.

دویمه تړنه، چې په هغې کې کړنه یا کړ ، چې د هغې سره  په دواړو غونډالو کې په نورمال تړنځای ۲ کې ولاړ وي. دا تړنه ادوربال( یا ارجمله) تړنه بلل کیږي. 

الماني یې:

Beispiel: deshalb (Hauptsatzverbindung = Verb in Position 2)

Er ist krank, deshalb kommt er heute nicht.

که دا پورته په الماني ترتیب وژباړو، نو وبه لیکو: .

 په سمه پښتو کې: دا په پښتو کې هم ورسره بلد ځای کې راځي . 

بېلګه: له دې امله:

هغه ناروغ دۍ، له دې امله هغه نن نه راځي.

 الماني ګرامر کې: 

بېلګه: 

Beispiel: denn (Hauptsatzverbindung = Verb in Position 3)
Er kommt heute nicht, denn er ist krank.

په پښتو کې دا هم په هغه د پښتو  ګرامر ور  سره بلد ځای کې راځي.

بېلګه:  هغه نن نه راخې، دا چې ( ځکه چې) هغه ناروغ دی.

په پښتو کې،، دا چې،، او ،،ځکه چې،، زما په اند همغه یو ډول دي او که څنګه؟

تړنوییزې ویېنې( یا افادې) 

سړی کړی شي د غونډالو یو سم اندیزه تړنه د تړنویونو له لارې ووایي( افاده کړي). له دې سره یوه برخغونډاله نومیزه کیږي او په یوه تړنوییزه ویېنه کې په یوه غونډاله کې ورګډیږي. 

بېلګه: ځکه چې – له امله

څنګیزغونډالتړنه: ځکه چې(  دا چې ) هغه ناروغ دۍ، نن نه راځي 

تړنويیزه ویېنه:  د هغه د ناروغتیا له امله  هغه نن نه راځي.

 تړنوییزه ویېنه کې په غوڼداله کې د کوما له لارې بېلیدنه نه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب