شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپاکستان زابل کې پر ډېورنډ فرضي کرښه ګمرک او نوې دروزاه جوړه...

پاکستان زابل کې پر ډېورنډ فرضي کرښه ګمرک او نوې دروزاه جوړه کړې

تاند ( جمعه، د سنبلې ۲۸) د زابل ولایت ځایي خلک وایي، چې پاکستاني چارواکو د زابل له شملزو ولسوالۍ سره پر ډېورنډ فرضي کرښه ګمرک او یوه دروازه جوړه کړې ده.

دوی وایي د یادې دروازې او ګمرک د پرانیستې لپاره شملزو ولسوالۍ کې د ډېورنډ کرښې ته نږدې اوسېدونکي قومي مشران هم ورغوښتل شوي و خوپه خبره یې دوی له ورتللو ډډه کړې ده.

په ورته مهال کې د ولسي جرګې ځینې غړي هم وایي، چې پاکستاني پوځیان د هرې ورځې په تېرېدو له فرضي کرښې را اوړي او په سرحدي ولسوالیو کې یې نظامي تاسیسات جوړ کړي دي.

دوی وایي د پاکستان نظامي تاسیسات بیخي په افغان خاوره کې دي، خو حکومت یې پر وړاندې چوپ دی.

بل لورته تراوسه افغان حکومتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې په ختيځو ولایتونو کې هم د پاکستانیو ځواکونو د تازه تحرکاتو پر افغان د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ سختې نښتې کولای شي.

https://taand.net/%d8%aa%d9%88%d8%b1%d8%ae%d9%85-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%aa%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب