شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهووټل: هیله لري، چې امریکا به یوه برخه سرتیري په افغانستان کې...

ووټل: هیله لري، چې امریکا به یوه برخه سرتیري په افغانستان کې پرېږدي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۸) د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان، جوزف ووټل هیله ښودلې، چې امریکا به د خپلو سرتېرو یوه برخه په افغانستان کې پرېږدي.

نوموړي ویلي: «د امریکا د پوځي حضور کمېدل چې اوس روان دي، د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو نتیجه ده.»

د هغه په خبره په روان حالت کې هم باید په سیمه کې د مختلفو وسله والو ډلو فعالیت له پامه ونه غورځول شي.

جوزف ووټل د افغان سولې په بهیر کې د هند او پاکستان رول ډېر مهم ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدل د دغو دواړو هېوادونو په ګټه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهاله پوځي شتون پلوی دی، چې په وینا یې دغه ځواکونه د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي، څو د ټولو کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې له افغانستان دفاع وکړي.

ووټل داسې مهال د امريکایي سرتېرو د پاتې کېدو هیله ښودلې، چې ولسمشر ټرمپ په ځلونو له افغانستان ته د امريکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

https://taand.net/%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%db%8c%d9%88%da%81%d9%84-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%da%ab%d9%88%d8%a7%da%9a-%da%a9%da%93%db%8c%d8%8c-%da%86%db%90-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d9%87-%d9%87%db%90%da%85%da%a9/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب