پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتاجکستان د بندونو په جوړېدو کې افغانستان سره مرستې ته چمتووالی ښودلی

تاجکستان د بندونو په جوړېدو کې افغانستان سره مرستې ته چمتووالی ښودلی

تاند ( جمعه، د سنبلې ۲۸) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په تاجکستان کې له خپل تاجک سيال سراج الدین مهرالدین سره کتلي دي.

یاد وزارت وايي اتمر په دې لیدنه کې له تاجکستان څخه د لا ډېرې برېښنا د پېرودولو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د افغانستان د برېښنا شرکت رئيس هم په همدې سفر کې حضور لري، څو په دې اړه له تاجک چارواکو سره خبرې وکړي.

بل لورته د تاجکستان د بهرنيو چارو وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او د فرهنګي همکاریو د پیاوړتیا غوښتنې ترڅنګ وویل، تاجکستان د بندونو په جوړولو کې ښه تجربه لري او په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده ، چې افغانستان په شته اوبو کې د برېښنا له لویې ستونزې سره مخ دی.

عام افغانان وایي، هیڅ فکر نه کوي ، چې دوی دې دولتي برېښنا ولري او په خبره یې که دولت په ژمنتیا په بندونو کار وکړي په ډېرکم وخت کې به دا ستونزه حل شي.

2 COMMENTS

  1. زه هو دا ویره لرم چه د طالیب د راتګ سره به د پرمختګ ماشین د سقوط سره مخامخ شی۰
    دا مو یاد دی چه اسمعیلخان کله د اوبو او برشنا وزارت به راس کښی وو دولت په تول
    ۱۲ کالو کشی یو بند هم نه وو جوړ کړی۰
    مجاهد او طالیب د یو باغ ګلان دی خدای دی زمونږ حال ته وګوری د هغی راهسی چه پاکستان زیږیدلی زمونږ حال برباد دی۰ مننه

  2. کچیری افغان دولت له تاجکستان سره د بندونو په ډیزاین او همدارنګه د هغو بندونو په اساسی سروی او دیزاین باندی کار وشی چی د هغه بندونو اوبه زموږ دښمن ګاونډی هیواد پآکستان ته ځی

    له یوه پلوه به هیواد وال خوشحاله شی او له بل پلوه به زموږ د انرژی یا برق سکتور خپلی انرژی په هیواد والو وپیری او ګټه به یی د خپل هیواد په آبادی کی مصرف شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب