د ۲۰۰۷م کال په مارچ میاشت کې په نړیوالو رسنیو کې راپور راغی:
«د امريکا د متحده ايالاتو د استخباراتو له خولې داسې رپوټونه خپاره شوي چې د القاعدې شبکه د پاکستان په قبايلي سيمو کې د پوځي زده کړو د کمپونو په جوړولو لگيا ده.»
په هغه کال د امریکا د هغه وخت مرستیال ولسمشر ډیک چیني پاکستان ته هم سفر وکړ، چې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې یې د تروریزم په وړاندې د مبارزې لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه وکړي. هغه څه چې پاکستان تر اوسه نه دي ترسره کړي.
هغه وخت د واشنگټن د جورج ټاون پوهنتون استاد پوهاند بروس هوفمن ویلي وو:
«په وزیرستانونو کې د القاعدې شبکې کمپونه او د ترهگرو د روزلو ځانگړي ځايونه لري ، له همدغو ځايونو نه پر نورو هيوادونو هم د بريدونو نقشې جوړيږي.»
په هغه وخت کې دا څرګندونې جدي ونه ګڼل شوې، دا روزنیز کمپونه پراخ، وسلوال هلته په پوره مهارت وروزل شول او سیمه په یوه بې قانونه ساحه بدله شوه.
د ټولنې د جهالت او د بهرنیو له غرضه ډکو لاسوهنو په پایله کې نږدې نیمه پېړۍ کېږي چې اګاهانه یا غیراګاهانه د اسلام د سپېڅلي دین په نامه موږ قرباني یو، حال دا چې افغانان په خپل باور سر ورکوي او د سیمې ډېر وګړي د افغانانو د تورې او دعوت پر اساس د اسلام سپیڅلي باور ته را وستل شوي دي.
په وروسته پاتې ټولنو کې اکثر وخت مغرضې سیاسي ډلې د خلکو له ناپوهۍ او احساساسي چلند نه په استفاده د نورو په لمسون لویې او وړې توطیې عملي کوي.
په حقایقو پوهېدل غور، فکر او څېړنو ته اړتیا لري، نن سبا د بې پرې سرچینو په مرسته د حقایقو موندل اسان دي، ځکه سرچینې زیاتې دي او نوی نسل تر پخوا هوښیار دی، خو افراطي ډلې هم چې د مذهب تر چتر لاندې فعالیت کوي، لاس تر زنې نه دي ناستې.
ځینې وخت انسانان بې له غور، فکر، څېړنو او د حقایقو په نه پوهېدلو، فکر کوي چې کوم کار چې دوی تر سره کوي، سم او حقیقت دی، دا ځکه چې کله انسانانو یو څه ومنل، هغه بیا په باور بدلېږي.
ډېر باطل باورونه(عقیدې) شته چې انسانان پرې سر ورکوي او پرې ویاړي، خو په اړه یې له واقعیتونو پوره خبر نه دي.
له داسې باطلو باورونو څخه د انسانانو ژغورل د ټولنې د غړو اصلاح ته اړتیا وي. په هر اندازه چې انسانان په حقایقو وپوهول شي په همغه اندازه ټولنه روغه او پیاوړې وي، انسانان عاقلانه پرېکړه کولای شي او تېروتنې یې هم کمېږي، په هغه صورت کې بیا هیڅ انسان، هیڅ شی بې له غور او فکر کولو څخه نه مني او ژر نه غولېږي.
په نړۍ کې به داسې کوم ملت یا ټبر نه وي چې سل په سلو کې يې وګړي په یوه باور وي. خو افغانان هغه ملت دی چې وګړي يې ټول پر واحد لوی خدای ج او د اسلام په سپیڅلی دین باور لري.
عبدالخالق فراهي چې له القاعدې او عرب جنګیالیو سره په شمالي او سهيلي وزيرستان کې د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپتمبر له ۲۳ مې د ۲۰۱۱م کال د نوامبر تر ۱۳مې نېټې پورې زنداني و، په خپلو خاطرو(دردوونکې خاطرې) کې لیکي:
«د دوی (القاعدې) له حرکاتو داسې ښکارېدل چې دوی دلته سم اړولي دي، ځکه چې کورونه او کورنۍ یې هم دلته وې. دلته د القاعدې له مرکزونه څخه یو لوی مرکز هم دلته و. د عربو جنګیالیو ټول فعالیتونه له دې ځایه سازماندهي کېدل او داسي برېښېدل چې سیمه د یوه لوی او نا محدود جنګ کور او اډه ګرځېدلې ده.»
د پژواک خبري اژانس په وینا: «القاعده هغه ډله ده چې د نړيوالو پوځي تشکيلاتو او تاوتريخوالي له روحيې سره پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال، په ١٩٨٨ لمريز کال کې د سعودي عربستان د وګړي اسامه بن لادن له خوا د پاکستان په پېښور ښار کې له هغو عربي وګړو جوړه شوه چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر وړاندې جهاد ته راغلي وو.»
په وروستیو کلونو کې د یو لړ ستونزو له کبله د القاعده شبکې فعالیت پر ځینو سیمو محدود شو، خو په همدغو محدودو سیمو کې د دوی د فعالیت څرنګوالی خورا پېچلی ګڼل کېږي.
زیات وخت به همدغه د القاعده شبکې اړوندو جنګیاليو مهم کسان تر تښتونې وروسته وزیرستانونو ته بېول او هلته به یې ساتل، یا به یې د زیاتو پیسو په بدل کې خوشې کول، یا به یې په ځینو مواردو کې وژل.
ښاغلی فراهي لیکلي:
«دوی به ماته په کمپیوټر کې کمپوز شوې پوښتنې راوړې او پوښتنې به ټولې په انګریزۍ ژبه وي. په دې مرکزونو کې کارونه ټول معیاري او ډېر منظم تر سره کیدل، کارونه داسې تر سره کیدل لکه د یوه غښتلي حکومتي نظام په څېر. دوی ډیر ښه روزل شوي وو. د جګړې ټول تکتیکونه يې لکه برید، دفاع، کمین او نور په ښه شکل تر سره کولای شول. د خرپ او ترپ په جګړو کې يې ساری نه و. دوی ټول په انګریزې ژبه پوهیدل. د دوی بیل نظام، بیله نړۍ او د ژوند کولو بیل سیستم وو.»
د حیرانۍ ځای دا دی، چې دغه جنګیالي چې د نړۍ په مهمو ژبو خبرې کولای شي، په یوه وروسته پاتې سیمه کې څه کوي؟ هلته د دوی وسلوال فعالیت د دوی خپلو حکومتونو ته څه ګټه رسوي؟
وايې نړۍ په یوه کلي بدله شوې ده. ښاغلی فراهي وايي:
«د دوی کلی، نړۍ او نظام له دې کلي جلا وه. په هر کار کې د دوی خپله خوښه وه. دوی هیڅ نړیوال قوانین نه پیژندل. دوی ته ټوله نړۍ، ټول خلک، او ټول نړیوال قوانین او دودونه دروغ ښکاریدل. داسې فکر کیده چې دوی په دې نړۍ کې نه، بلکې په بله کومه نړۍ کې ژوند کوي. انسانان وسلې جوړوي چې ځانونه ورباندې خوندي کړي، خو دوی خپل ځانونه په وسلو بدل کړي وو. دوی د عمل خلک وو. دوی ته هیڅ څه شي اهمیت نه درلود، نه پلار، نه مور، نه اولادونو، نه میرمنې، نه خپل ټبر او نه خپل هیواد. دوی یو ډیر روزل شوي، منضبط او د ګاډۍ د آس په څیر وو. دوی د نړۍ ویجاړولو، فتح کولو او د ټولې نړۍ مخالفت ته د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې ملا تړلې وه.»
په وزیرستانونو کې د القاعده شبکې او نورو افراطي ډلو پرضد د امریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې په ۲۰۰۴م کال کې پیل شوې، خو په پاکستان کې ځینو ملتپالو ګوندونو د دې کار سخت مخالفت وکړ، د پاکستان پر مرکزي حکومت یې فشار راوست، چې د دغو بې پېلوټه الوتکو حملې ودروي.
د بې پېلوټه الوتکو په دغو حملو کې د القاعده د جګړه مارو تر څنګ د حقاني شبکې غړي، افغان طالبان او د نورو هېوادونو هغه اتباع هم وژل کېدل، چې هلته په پوځي روزنه یا هم په افغانستان کې د حملو په پلانولو بوخت وو.
د ځینو باور دا دی، چې د پاکستان دغو ملتپالو ګوندونو چې په اصل کې د پاکستان له استخباراتو خړوبېږي، په لوی لاس نه غوښتل چې په قبایلي سیمو کې دغه افراطي ډلې وځپل شي، ځکه د پاکستان استخباراتو او پوځ له دغو ډلو- ټپلو او بهرنیو جنګیاليو د ګټې اخیستنې لپاره خپل پلانونه درلود.
عبدالخالق فراهي په خپل کتاب کې لیکي:
«هلته ما له دوی زده کړل، کله چې یو فکر او یا مفکوره یو ځل پر چا د باور تر سطحې پورې حاکم شي، بیا نه اور ویني او نه اوبه، نه څه اوري او نه څه ویني، نه څه مني او نه څه شي ته غوږ ږدي او ژوند ورته یوازې له خپل باور څخه قربانول وي.»
دی زیاتوي او وايي:
«هلته ډیره منظمه روزنه تر سره کیدله. دوی ته د ډیرو ورزیده او مجربو سپینو کالیو او سپینو لونګیو لرونکو ښوونکو له خوا د جهاد په نامه د ګرولايي جګړو روزنه ور کول کیدله. دوی هلته تنکي هلکان او بې تجربه ځوانان د شهادت په ارمان روزل.»
سمه ده چې جهاد پر هر مسلمان فرض دی. خو له ټولو مخکې جهاد د خپل نفس پر ضد اولویت لري. کله چې د یوه انسان نفس او مفکوره پاک شول، بیا په هغه صورت کې کولای شي چې په ښه شکل حق له باطل څخه جلا او د ژوند او مبارزې لاره د ځان له پاره وټاکي.
د پاکستان مشهور لیکوال احمد رشید په قبایلي سیمو کې د القاعده شبکې په اړه وايي:
«تاسو له هغو سيمو سره مخامخ ياست چې لوړوالى يې د پنځو زرو نه تر پنځه نيم زرو مترو پورې رسېږي دغه سيمې ډېرې لوړې ژورې لري او ډير پټنځايونه په همدغو سيمو کې دي په دغو قبايلي سيمو کې وګړي په لویوکلاگانو کې اوسيږي. د القاعدې او طالبانو ډير مشران هم په همدغو سيمو کې دي . هغوى [د القاعده ډلې وسلوال] اوس مهال د ځان د پټولو لپاره د ځمکې لاندې نوي پټنځايونه جوړوي چې موږ يې په اړه معلومات لرو.»
دغه سمڅې او پټنځایونه او هلته د وسلوالو فعالیت د دې سبب شو، چې تر ټولو وروسته پاتې سیمه کې هم د نړۍ تر ټولو خطرناکه ډله د فعالیت لمن پراخه کړي.
ښاغلی فراهي وايي:
«د دوی روزنه ډېره ځانګړې وه، داسې فکر کېده چې د دوی په تن کې کوم پولیس ځای پر ځای شوی دی او دغه پولیس د دوی فکر، احساسات، حرکات او کړنې په بشپړه توګه څاري او کنټرولوي يې. دوی په هر کار کې پوره وه. فکر کیده چې دوی هر یوه د نړۍ ټول اکاډمي ګان پای ته رسولي دي. د دوی هر یو د چريکي جګړو جنرال او سالار و، خو لباس او د ژوند شکل به يې ډیر ساده او عادي وه.»
که ولیدل شي دوی ټولې نړۍ ته غېږ ورکړې ده. له امریکا نیولې بیا تر افریقا او استرلیا پورې يې فعالیتونه غزېدلي دي. اروپا خو ورته د خپل کور په څیر ښکاریږي او اسیا خو يې د پلار او نیکه ټاټوبی دی.
شمالي او سهيلي وزيرستان او د افغانستان غرونه خو د دوی په فکر د دوی له پاره هسک شوي دي.
ښاغلی فراهي زیاتوي:
«دوی له اوسپنې هم کلک وو. د ماشین په څیر يې کار کاوه. دوی ستړیا نه پېژندله، نه په دمه پوهیدل او نه يې له ژوند او ستړیا شکایت کاوه. په پټه خوله د ماشین د پرزو په څیر به فعال وه.»
که څه هم د امريکا ځانګړو ځواکونو د القاعده شبکې پخوانى مشر اسامه بن لادن د ٢٠١١م کال د مې په دويمه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په ايبټ اباد سيمه کې وواژه، خو د اسامه تر وژل کېدو وروسته القاعده شبکه شنډه نه شوه بلکې لا هم په پاکستان په ځانګړې ډول قبایلي سیمو کې فعاله ده.
په داسې منګولو کې به د شمالي او سهيلي وزيرستان د خلکو څه حال وي. بې له هغې د قبایلو په نامه خو هلته نه قانون و او نه نظام، قانون او نظام يې په لوی لاس وژل، وحشت او د ټوپک په خوله پریکړې دي.
هلته خلک یوازې په دې پوهېږي او د دې درس ورکول کیږي چې ځان مړ کړه، بل مړ کړه، انسان او انسانیت مړ کړه، حکومت مه لره، ژوند ته ارزښت مه ورکوه، هر څه ته د شک او په بده سترګه ګوره، په جهالت او ناپوهۍ کې ژوند وه.
ښاغلی فراهي لیکي:
«دغو اجنبیانو د دې سیمې د ځوانانو مغزونه ورمينځلي وو. هغوی ته ژوند کول هیڅ اهمیت نه درلود او راتلونکې يې هم له اټکل څخه لیرې ده. فکر کیده چې دغو اجنبیانو په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې نفر درلود، ځکه دوی د افغانستان په هکله له هر څه خبر او د هر چا په هکله يې بشپړ معلومات درلودل.»
څه ښه وايي:
یار ګرم نه دی، یار ګرم نه دی ملنګ جانه
ما په خپله ځان سیځلی یار ګرم نه دی
او یا دا چې:
پو په خپله پو.