Homeخبرونهدفاع وزارت: تېرو شپږو میاشتو کې تر ۴۰۰۰ زیات ماینونه شنډ شوي

دفاع وزارت: تېرو شپږو میاشتو کې تر ۴۰۰۰ زیات ماینونه شنډ شوي

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) د ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې څلور زره ۷۷۶ ماینونه شنډ کړي دي.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې څلور زره او ۷۷۶ مختلف ماینونه شنډ کړي دي.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

فرض کړی که د دې هر ماین چاودنې یو کس وژلی وای، د دې ماینونو په شنډولو سره د څلور زره ۷۷۶ کسانو د مرګ مخه نیول شوې ده.

د یادونې ده چې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنې ډېری قربانیان ملکي وګړي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...