چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهخوست کې د واده پر مراسمو چاودنه کې ۱۲ تنو ته مرګ...

خوست کې د واده پر مراسمو چاودنه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( جمعه، د سنبلې ۲۱) په خوست ولایت کې د واده پر مراسمو موټر سايکل بم چاودنه شوې ده.

د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر  وایي، چې د دې چاودنې له امله  ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وایي، دغه پېښه تېره شپه لس نيمې بجې د دغه ولايت مرکز اړوند د کونډيو په سترکلي کې شوې ده.

حيدر زیاتوي، چې چاودنه د واده د هغو ګډونوالو په منځ کې شوې، چې د محلي سندرغاړو کنسرت ته راټول شوي وو.

هغه زیاته کړه چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي، چې ټول ملکیان دي.

د حيدر په وينا، دغه واده د‌ ملي اردو د يوه چارواکي و، چې هغوی ته په کې کوم زيان نه دی رسیدلی.

په ورته مهال د خوست د ملکي روغتون رییس ډاکټرسيد انور رسنیو ته ویلي، چې دوی ته د پېښې له ځايه څلور جسدونه او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

د دې چاودنې مسؤلیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب