پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهصنعتکاران: په هېواد کې ۶۰ سلنه صنعتي فابریکې د له منځه تلو...

صنعتکاران: په هېواد کې ۶۰ سلنه صنعتي فابریکې د له منځه تلو ګواښ سره مخ دي

تاند ( جمعه، د سنبلې ۲۱) د هېواد د صنعت‌ کارانو ټولنې مسوولان وايي، چې په ټول هېواد کې نږدې ۶۰ سلنه صنعتي فابریکې د له منځه تلو ګواښ سره مخ دي.

د یادې ټولنې مشرشېرباز کمین ‎زاده وايي، چې د دغه فابریکو کارونه له ګمرکونو د قاچاق، نا امنیو او برېښنا د پرچاویو له امله د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه دغه فابریکې په کابل، هرات، پکتیا، او خوست کې دي، چې پخوا به يې ۲۴ ساعتونو کې ۴ ساعته د برېښنا دمه لرله خو، په خبره يې اوس ۱۲ ساعته برېښنا نه‌ وي.

د نوموړي په خبره ډيری فابریکې د برېښنا نشتون له سقوط سره مخ کړي دي.

د صنعت‌ کارانو ټولنې مشر کمين ‌‌زاده زیاته کړه، چې فابریکې په هېواد کې ملي شتمنۍ ده نو حکومت باید دغه شتمنۍ خوندي کړي.

د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې ۵ زره فابریکې دي، چې زرګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

https://taand.net/%d8%b4%d9%88%da%a9%d8%a7%da%bc%db%8c-%d9%be%d9%87-%d8%b4%d8%a7%d9%88%d8%ae%d9%88%d8%a7-%db%b7%db%b0-%d8%b5%d9%86%d8%b9%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%aa%d8%b1%db%90-%da%ab%d9%bc%d9%87-%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب