Homeخبرونهټرمپ: پومپیو به ژر د بین الافغاني خبرو پرانيسته کې ګډون...

ټرمپ: پومپیو به ژر د بین الافغاني خبرو پرانيسته کې ګډون لپاره دوحې ته ولاړ شي

تاند ( جمعه، د سنبلې ۲۱) د امریکا ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به ژر دوحې ته لاړشي او د سولې د بین الافغاني خبرو اترو پرانیستونکو مراسمو کې به ګډون وکړي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت هم د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو هرکلی کړی او سولې ته د رسیدو یوازینۍ لاریې خبرې اترې بللې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې دا هیواد به د سپټمبر په دوولسمه (شنبه) د بین الافغاني خبرو کوربه وي.

د قطر د باندنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې همداراز ویلي، چې د بېلابېلو افغان خواوو ترمنځ د سولې خبرې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د طالبانو او امریکا ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د سولې له موافقې وروسته د دایمي سولې لور ته یو مهم او جدي ګام دی.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړیو او طالبانو هم تایید کړې، چې د شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۲) په قطر کې د سولې خبرې پیلېږي.

https://taand.net/%d9%82%d8%b7%d8%b1-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%af-%d8%b4%d9%86%d8%a8%db%90-%d9%be%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81-%d8%a8%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d8%b1%d9%85/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...