چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د شهید اونۍ د امنیت نیولو لپاره لس کسیز کمېسیون...

ولسمشر غني د شهید اونۍ د امنیت نیولو لپاره لس کسیز کمېسیون ټاکلی

تاد، شنبه د سنبلې ۱۵مه: ولسمشر اشرف غني د شهید اونۍ د درناوي مراسمو او امنیت نیولو لپاره د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد په مشرۍ لس کسیز کمېسیون ټاکلی دی.

ولسمشر د چارو وزارت، د ملي امنیت عمومي ریاست او د کابل د ګډو ځواکونو قوماندانۍ مکلف بللي چې د دغو مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر ونیسي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ۱۶مې او ۱۷مې حوزو امرین او منسوبین د وظیفوي غفلت له امله له دندو لرې کړل.

یاد حکومتي چارواکي ځکه له خپلو دندو ګوښه شول، چې د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱مې کلیزې په ورځ په کابل ښار له بېلا بېلو لورو ۱۴ راکیټي بریدونه وشول چې ۳ ملکي وګړي یې ووژل او ۱۶ نور یې ټپيان کړل.

ارګ په داسې مهال د یاد لس کسیز پلاوي د ټاکل کېدو او امنیتي تدابیرو خبر ورکوي، چې په تېرو کلونو کې په دې ورځ کابل ښار کې د مسعود د پلویانو له لوري یو لړ ګډوډۍ او غیر قانوي کړنې رامنځته کېږي.

د کابل ښاریانو د دغې ورځې د لمانځلو پر مهال په تېرو کلونو کې پر حکومت نیوکې کړي چې د ګډوډۍ په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

احمد شاه مسعود ۱۹ کاله مخکې د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې په یوې چاودنه کې ووژل شو. ویل کیږي، دا چاودنه د هغو دوو عربي وګړو له خوا وشوه چې، ځانونه یې ژورنالستان معرفي کړي وو.

3 COMMENTS

  1. دولت مکلف دی چی د لنډغرو مخنیوی وکړی، د شهید اونی یوازی په نوم او صرف د جمعیت بانډ مړه شوی قومندانان ستایل کیږی او ټول کریډت همدغو ته ورځی حال دا چی جمعیت بانډ د روسیانو نیږدی دوست و او پروټوکول یی ورسره لاسلیک کړی و.
    دا څو لنډغرو چی لارو کوڅو ته راووځی دا د غریب سړی اولادونه نه دی بلکی هر یو د همدی زورواکو او جمیت بانډ د غړو زامن دی، ښه خبره داده چی مخنیوی یی وشی او ګډوډی جوړه نه کړی.

  2. لعنت دی وی پدی درواغجنو او فریبکارو خرڅ شوو غنی او کرزای باندی چی دا قاتلان او د شوروی همسنګر او وروسته د امریکا همسنګر د اتلانو او شهیدانو خائين شعار لاندی دولتی ډرامه تر سره کړی او کوی !!!!

  3. دا تاجک بازي مسخره توب د هر انساني قانون خلاف دي خو سوال دادی چې ددولت په سرکې انسانان دي او که چار پایه ! یوو غغله جګړه مار ته د ملي اتل لقب ورکول خیانت دی خو تاجکبازان ځانته تاریخ جوړوي او هغوی زوړ تاریخ او بینالمللي تعریفونه نه مني !
    د ای سي ای مذدور ، د روس مخبر د هندوانو او ایرانیانو غلام ته اتل وېیل مسخره ګي ده زه په دې هم ویره لرم چې کوم وخت له پنجشیریزم ځخه یوه نوې فلسفي مکتب جوړ نشي !! د خرو کار د خندا وړ وي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب