Homeخبرونهچین: ووهان کې د سیلانۍ بهیر بیرته پیل شو

چین: ووهان کې د سیلانۍ بهیر بیرته پیل شو

تاند(جمعه، د سنبلې) وروسته له کابو لسو میاشتو د چین په ووهان ښار کې د سیلانۍ بهیر له سره پیل شوی او ډېری چینایان له نورو برخو د یاد ښار لیدو ته ورځي.

ووهان لومړۍ ښار وو چې په کې د ۲۰۱۹ زږدیز کال په وروستیو کې د کرونا ویروس لومړۍ نښه ثبت شوه.

د چین له ووهان ښار وروسته د کرونا ویروس په چټکی سره د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو.

په دغه ښار کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله کابو څلور زره کسان مړه شول چې د چین په کچه یې ۸۰ سلنه مړینه جوړوله.

اوس چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو کابو لس میاشتې تېریږي، نړۍ کې یې د ټولو قربانیانو شمېر ۸۶۸ زره او ۸۱۰ ته رسیږي.

همداراز نړۍ کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۶ میلیونه ۳۰۹ زره او ۷۱۱ ته رسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...