یکشنبه, دسمبر 14, 2025
Homeخبرونهغزني: اعتراض کوونکو د کابل‌-‌کندهار لویه لاره وتړله

غزني: اعتراض کوونکو د کابل‌-‌کندهار لویه لاره وتړله

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۴) د غزني اوسېدونکو تېره ورځ په دغه ولایت کې د ناامنیو زیاتېدو له کبله لاریون وکړ.

دغو معترضانو د اعتراض په توګه پرلت هم وکړ.

اوس چې د معترضانو شمېر زیات شوی، نن یې د کابل‌-‌کندهار لویه لاره وتړله.

دوی وايي، تر هغه یې چې حکومت غوښتنې و نه مني، لاریون ته به دوام ورکړي او یاده لویه لاره به هم خلاصه نه کړي.

معترضان په غزني کې بنسټیز بدلونونه غواړي او پر حکومت غږ کوي چې د دغه ولایت والي او امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړي.

دوی د جګړې په مدیریت کې د غزني والي او امنیتي چارواکي پر کمزورۍ تورنوي او وايي، د محلي مسوولانو بې‌پروايي، د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو لامل شوې ده.

یو معترض عبدالباري رسنیو ته ویلي چې د وژل شویو امنیتي ځواکونو جسدونه ورکېږي او هغوی ته د مرستې نه رسېدل د دې لامل کېږي چې طالبان یې یرغمل کړي.

د غزني محلي او امنیتي چارواکي تر اوسه په دې اړه خبرو کولو ته نه دي حاضر شوي، خو د غزني د امنیې قومانداني ویاند احمدخان سیرت په جګړه کې مدیریتي کمزوري نه مني او وايي، په دې وروستیو کې د پولیسو په لیکو کې بنسټیز اصلاحات راغلي دي.

1 COMMENT

  1. د غزنی خلک ملامت نه دی ، د ولایت او امنیتی ادارو ضعف په غزنی کی ښکاره دی ، ددولت رهبری باید د غزنی ولایت د اداری او امنیتی وضعیت د تغیر په باب لازم تصمیم ونیسی . وظیفوی غفلت او فساد باید داداراتو په لوړپوړو چارواکو کی ختم شی . دهغو افسرانو او سرتیرو د مشکلاتو په باره کی چه په اول خط کی د خپلو خلکو او نظام نه دفاع کوی باید ډیره توجه وشی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...