تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي وايي، افغان حکومت تېرو څو ورځو کې يو شمېر طالب بنديان خوشي کړي او د بنديانو د تبادلې پروسه لا هم روانه ده.
صديقي پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، د تبادلې پروسه دوه اړخیزه ده او حکومت د بندیانو د تبادلې په هره مرحله کې د پروسې په اړه خپل نظارت او ارزونه لري.
صديقي زياته کړې، افغان دولت د سولې پروسه کې پخپلو ژمنو عمل کوي.
د نوموړي په خبره، د سولې پروسه کې د دولت ژمنې د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو په رڼا کې ترسره کېږي.
نوموړي ليکلي:
موږ منتظر یو چه طالبان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اسیرانو د خوشې کولو په اړه خپلې ژمنې بشپړې کړي.
صديقي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ويل کېږي له دوشنبې تر ننه افغان حکومت ۲۰۰ طالب بنديان او طالبانو بيا ۴ کومانډو سرتېري ازاد کړي دي.
دغه راز ټاکل شوې نن افغان حکومت پاتې ۱۲۰ طالب بنديان هم ازاد کړي او طالبان به پاتې دوه کومانډو سرتېري ازادوي.
په دې سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانيانو د تبادلې بهير بشپړېږي او مخامخ بينالافغاني خبرو ته لاره هوارېږي.