سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، د افغان حکومت په غوښتنه یې پر طالبانو بندیزونه لېرې...

پاکستان وايي، د افغان حکومت په غوښتنه یې پر طالبانو بندیزونه لېرې کړل

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) پاکستان وايي، د افغانستان حکومت ورڅخه وغوښتل چې د طالبانو پر مشرانو بندیز لېرې کړي څو بین الافغاني خبرواترو ته لار هواره شي.

پاکستان د اګست په ۲۲ نېټه اعلان وکړ چې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ م کال ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک عملي کوي چې پر اساس یې د طالبانو د مشرانو پر سفر، شتمنیو او وسلو د بندیز غوښتنه شوې ده.

له دې اعلانه یوه ورځ وروسته د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر د دفتر درې کسیز پلاوی پاکستان ته لاړ چې ویل کېږي لا هم په کوټه، کراچۍ، پېښور او  نورو سیمو کې له نورو طالبانو سره په کتنو بوخت دی.

https://taand.net/%d9%85%d9%84%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%af%d8%b1-2/

پاکستان ویلي چې د اګست په ۲۳ یې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په غوښتنه پر طالب مشرانو بندیز پای ته ورساوه.

د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم، ښاغلي محب د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه ته ټېلفون وکړ او ورڅخه ویې غوښتل چې د سولې د پروسې او د بین الافغاني خبرو لپاره پر طالب مشرانو بندیزونه لېرې کړي څو هغوی په ازاد ډول د سولې په خبرو کې ګډون وکړای شي.

پاکستاني رسنیو نه دي ویلي چې ولې د دغه هیواد حکومت په تېرو ۵ کلونو کې د طالبانو پر تګ راتګ، شتمنیو او وسلو بندیز نه لګاوه او اوس چې د سولې پروسه نهايي کېدو ته نژدې شوې د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال پرېکړه لیک عملي کوي.

د افغانستان حکومت په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو له ۳۸۰ پاتې بندیانو څخه شاوخوا ۲۰۰ نور خوشي کړي او تمه ده چې نور یې هم نن او سبا خوشي کړي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%af%d8%b1-%d9%be%d9%87-%d9%85%d8%b4%d8%b1%db%8d-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%db%8c-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب