په تذکره کې د نوم د لیکلو له موضوع سره ګڼو کسانو حساسیت ښوولی، خو ځینو نورو بیا د دې اقدام ملاتړ کړی دی.
که مور ستاسو خپله ده، د هغې نوم هم ستاسو د ویاړ برخه ده او پرېږده چې ستاسو په تذکره کې د هغې نوم راشي.
په تذکره کې مو د مور په نوم لیکلو مه شرمئږئ. پر دې سربېره مور ډېر حقونه لري، جنت د مور تر پښو لاندې دی. هر څومره چې مو له لاسه کېږي مور ته قدر ورکړئ.
زما په باور زموږ په سپيڅلي باور اسلام کې داسې څه نه شته چې د مور د نوم پر اخیستلو بندیز وي.
د نکاح تړلو پر مهال د ښځې او مېړه تر منځ هغه وخت نکاح سمه وي چې ووايي پلانی د پلاني زوی او پلانۍ د پلاني لور له دې وروسته سره مېړه او ښځه دي.
که چیرې د نامه په اخیستلو بندیز وای بیا به يې په نکاح کې هم د ښځې نوم نه ياداوه.
په نورو اسلامي هېوادونو کې هم له پېژندپاڼو کې د مور نوم ذکر کېږي او هېڅ ډول حساسیت ورسره نه شته.
په هغو کسانو کې چې د مور له نوم سره یې حساسیت ښوولی، داسې وګړي هم شته چې د نورو هېوادونو پاسپورټونه لري، دوی چې کله د دغو نورو هېوادونو پاسپورت ته غوښتنلیک وړاندې کاوه، هلته یې خامخا د خپلې مور نوم یاد کړی دی، نو هلته ولې شرم یا پیغور نه و؟
«خپل وخت په دې خبرو مه ضایع کوئ.»