جمعه, مې 3, 2024
Homeجنرال وزیريښې خبرې ښه عمل غواړي| جنرال دولت وزیري

ښې خبرې ښه عمل غواړي| جنرال دولت وزیري

ژان پل سارټر (۱۹۰۵ـ۱۹۸۰ ) به ویل:

«کله چې انسان عمل و نه کړي، نه ښه کېدلای شي او نه بد، یعنې یو بې مانا شی به وي.»

عمل د يوه انسان د ژوند هينداره ده. هره ښه خبره هغه وخت ښه کېدلی شي چې انسان ورباندې ښه عمل وکړي. په ښو خبرو کتابونه ډک دي، خو ټول انسانان ورباندې عمل نه کوي. که څوک بد اعمال او کړنې ترسره کوي، بیا یې خلکو ته د ښه عمل په نامه تېروي څرګنده ریا او تېرایستنه ده.

سارټر وایي:

«انسان د ژوند په درشل کې د ښو او بدو په کولو پېژندل کیږي. دی د یوه خالي لوښي په څېر وي، کېدای شي لوښي له زهرو ډک شي او یا له شاتو ډک شي.»

ټولنپوهان ټینګار کوي، چې هر عالم باید پر هغه څه عمل وکړي، چې دی ورباندې باور لري، یا یې په اړه خبرې کوي. د دوی په باور که یو عالم پر خپله پوهه او وینا عمل ونه کړي، وینا او نصیحت یې پر خلکو اغېز نه کوي، لکه باران چې پر کلک کاڼي واورېږي او ترې ښویېږي، یا سړې اوبه چې پر غوړ لوښي وښویېږي.

ژان پل سارټر زیاتوي:

«هر سست عنصره او بې هوډه کس په خپله ځان سست عنصره او بې هوډه کړی وي او هر د غښتلي هوډ لرونکی کس په خپله له ځانه اتل جوړولای شي.

دوی دواړه د دې امکانات لري، چې د کمزوري هوډ کس ځان له دې وژونکې ناروغۍ وژغوري او اتل کس په خپلې لټۍ سره خپلې اتلولۍ ته د پای ټکی کیږدي.»

ځینې پوهان په دې باور دي، چې په هر انسان کې بېلابېلې وړتیاوې پټې دي، د لږ تمرین په مرسته دوی په ځان کې بېلابېلې وړتیاوې روزلی شي. د ساري په توګه یو څوک انځورګري زده کوي، خو په څو میاشتو کې یو ښه انځورګر ترې جوړېږي، معنی په دغه کې وړتیا پټه وه، یوازې د تمرین او عملي کار په مرسته یې خپلې وړتیا ته وده ورکړه، خو یو بل تن به ښه سندرغاړی وي، کله چې تمرین ونه کړي له خپل هنر سره لېونۍ مینه ونه لري، د وخت په تېرېدو سره یې هنر پیکه کېږي، لکه څوک چې سکروټو ته پوکی ورنه کړي، سکروټې ورو- ورو سړېږي او په ارامۍ په ایرو بدلېږي.

بېوزلي، لوږه، جنګ او جګړې هغه ټولنه په اسانۍ سره ځپلی شي چې د وګړي یې لټ، بیکاره او لاسونه يې تل د نورو مرستو ته اوږده وي او د هغې ټولنې وګړي چې تل د خپلو نيکونو په وياړونو باټې ولي او په خپله د سلطان محمود د لټانو په څېر له خپلې خولې څخه سپي هم نه شي شړلای.

کله چې یو انسان پر لار روان وي، مجبوره دی، مخې ته وګوري، چې ونه لوېږي. که دغه شخص شا ته ګوري او پر لار روان وي، خامخا به یا کندې ته لوېږي، یا به پر بېلارو لارو سر وي. پر پخوانیو ویاړونو پورې ځان نښلول هم دغسې دی. هر هېواد ویاړونه لري، دوی پخواني ویاړونه پخواني ګڼي، خو هڅه کوي چې خپله هم اتلولۍ ایجادې کړي.

جنګ خوښوونکي، غله، لارې شکوونکي، ظالم او تش په نامه لیډران د غولېدلو او کمزورو کسانو په مټ پر ملت باداري کوي. ځکه دوی د ناپوه ملت سترګې تړلي وي او پر اوږو یې سپاره دي، د خپلې خوښې لارې ته یې رهبري کوي.

که ملت هوښیار او په خپله غلو او د ملت د شتمنۍ لوټوونکو ته د چور او لوټ زمينه برابره نه کړي، هېڅکه به دوی دا توان ونه لري، چې ملت د خپلو ګټو لپاره برمته کړي او په خپله په چړچو او ميلو کې ژوند تير کړي.

تير شوي ویاړونه زموږ د پلرونو او نيکونو خپل ویاړونه دي، د راتلونکي په هکله يو خدای( ج ) معلومات لري، پاتې شو اوس او دم ګړۍ، که موږ دغه طلايي وخت د غلو او مفسدينو په چوپړ کې تېر کړو، زموږ اولادونه به د نيکونو په وياړونو فخر کوي او د پلرونو به ورته د وياړ هيڅ په ميراث پاته نه وي. خپله به هم د کوم ویاړ د ایجاد خلاقیت ونه لري.

هر څوک دې له ځانه پيل کړي د دوو ورځو خوشحالۍ یا لنډمهاله خوند پر ځای دې ځان ته تلپاتي ویاړونه وګټي، هم به په دې کار سره خدای ( ج ) له موږ او تاسو راضي وي او هم به مو خپل تاريخي او ايماني مسئولیت تر سره کړی وي.

څه ښه وايي:

چې په خپله میړه نه يې په دنيا کې

څو به فخر په بابا کوې تر کومه

مبارزه او مقاومت هغه وخت پایلې لرلای شي چې د يوې ټولنې وګړي په مينه کې ژوند وکړي او په خپله مبارزه کې صداقت ولري، رهبران یې له خپلو شخصي ګټو تېر شي او د ملي ګټو لپاره قرباني ورکړي. یو او بل ته د قدر په سترګه وګوري، د مينې او یو بل سره د مرستې لاسونه ورکړي، د خپلو ویاړونو له پاره کار وکړي او د تغيیر او تحول له پاره کلک هوډ ولري.

هغه کسان چې په رهبرۍ کې دي، د ښې وینا تر څنګ دې ښه اعمال هم ترسره کړي، چې راتلونکي نسل ته د ویاړ او نور مخکې تګ سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب