شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهختیځوالو د ملي روغې جوړې د عالي شورا له تشکیلاتو سره مخالفت...

ختیځوالو د ملي روغې جوړې د عالي شورا له تشکیلاتو سره مخالفت وښود

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۰) د ختیځ زون یوشمېر قومي مشرانو او د ولسي جرګې غړو د ملي روغې جوړې د عالي شورا له تازه اعلان شویو تشکیلاتو سره مخالفت اعلان کړ.

د ختیځو ولایتونو قومي مشرانو او د ولسي جرګې غړو، چې نن یې په کابل کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، دغه لیست د حکومت په خوښه جوړ شوی.

دوی ویلي، چې په دې لېست کې له هیڅ سیاسي لوري سره مشوره نه ده شوې.

د ختیځو ولایتونو قومي مشران او په ولسي جرګه کې د دوی استازي داسې مهال د یادې شورا له تشکلیاتو سره مخالفت ښيی، چې نن په ننګرهار ولایت کې پشه یي قوم هم په دې تړاو اعتراضیه لاریون کړی وو.

دوی ویلي، چې د دوی قوم ته په مصالحي عالي شورا کې هیڅ ونډه نه ده ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې شورا کې خپل غړیتوب رد کړ.

د کرزي سربېره د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي په ګډون ګڼو سیاسي جریانونو هم له دې لېست سره مخالفت ښودلی دی.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%d9%85%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad%db%90-%d8%af-%d8%b9%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7-%d8%ba%da%93%d9%8a-%d8%a7%d8%b9%d9%84%d8%a7/

3 COMMENTS

  1. ددولت رهبری د ملت د ارادی نه نمایندګی کوی ځکه په انتخاباتو کی یی دغه رهبری ته رایه ورکړی ، بیا نو هره روځ د تشویش ضرورت نشته ، که نه دا کار بیا خپلی رایی او نظام ته په سپک نظر کتل دی . د قانون د مخی خو دولت رهبری دا صلاحیت لری چه د افغانستان د مصالحی عالی شوری جوړه کړی ، اوس نو که د افغانستان هر ولایت ، ولسوالی او کلی غواړی په دغه شوری کی برخه ولری نو دا خو بیا شورا نه بلکه یو لوی لښکر جوړیژی . د صلحی عالی شوری جوړیدل په کار دی ، نه یوی لوی لښکر .ښه خبره داده چه ددولت کار ددولت و رهبری ته پریښودل شی ، قومونه ، او سیاسی ډلی مشران ددولت د تصامیمو نه حمایت وکړی او یا هم که لازمه وی مشوره ورکړی . د افغانستان ددولت د رهبری په رآس کی پوه ، با تجربه او مسلکی شخصیتونه قرار لری ، هغوی ښه پوهیژی چه دغه تشکیلات څنګه جوړ کړی .

  2. افغانان باید پوه شی چه یو تعداد خارجی کړی ، دهغو داخلی لاسپوڅی ، اوهمدارنګه یوتعداد شخصی امتیاز پرسته او نامرده عناصر کوښښ کوی چه د افغانستان ددولت رهبری او نظام ضعیف وښیی . نو دغه مغرضی ملی ضد اشخاص او کړی د عامه خلکو نه د قوم ، تنظیم ، سمت او داسی نورو عناوینو لاندی د ابزار په توګه استفاده کوی ، او دافغانستان ددولت د ملی فیصلو او اقداماتو په مقابل کی لکه د صلحی دهڅو سره مخالفت کوی .
    د یوه ویښ ملت په توګه په هر زون ، قوم ، سیاسی ډله پوری چه تړاو ولری ، باید د دغسی مغرضو ملی ضد قومی او سیاسی ټیکه دارانو او کړیو ته د نه ځواب ووایی . د افغانستان علیا منافع ایجابوی چه ملت باید د ددولت او نظام ملاتړ ولری او دمنتخبی او مشروع رهبری ددولت نه په کلکه حمایت وکړی .

  3. د افغانستان د دولت او ولس دښمنان په مختلفو څهرو او د دولت په مختلفو سطحو کې تشریف لري ، دوی لکه ونو چینجي دافغانستان دولت له داخل نه خوري او له منځه یې وړي . د افغانستان هوښیار ولس او دولت باید د دوی اصلي څهرې وپېژني او تر ټولو مخکې هغوی ته قانوني جزا ورکړي .
    د دولت کارونه دې دولت ته پرېښودل شي او ولس باید له خپل قانوني دولت نه صادقانه حمایت وکړي . د افغانستان دولت د ټول ولس استازیتوب کوي . قومونه یواځې دخپل قوم استازیتوب کولی شي نه د ټول ملت . که په هره موضوع کې قومونه ، ولایتونه ، ولسوالۍ ، کلي او مذهبونه په نظر کې ونیول شي ، دولت مجبور دی د دولت تشکیلات دومره وسیع کړي چې د چین هېواد له دولتي تشکیلاتو نه هم زیات پراخه شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب