Homeخبرونهاسترالیا افغان ځواکونو ته ژوند ژغورونکي وسیلې ورکوي

استرالیا افغان ځواکونو ته ژوند ژغورونکي وسیلې ورکوي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۰: استرالیا افغان ځواکونو ته ۱۵ زره ځانګړي ژغورونکي الکترونیکي وسیلې ورکوي.

په کابل کې د استرالیا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه ځانګړې الکتریکي الې د رادارونو په کشف، د غږیزو ترهګریزو پېښو په کشف او د ځینو ترهګریزو هڅو په خنثی کولو کې کارول کېږي.

په اعلامیه کې راغلي استرالیا له تېرو پینځو کالو راپدېخوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په زرګونه ژوند ژغورونکي وسایل ورکړي دي چې کارونه یې اغیزناکه بلل شوې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي له افغان ځواکونو سره د استرالیا له مرستو مننه کړې ده  او ویلي یې دي چې یاد هېواد له افغانستان سره په سختو حالاتو کې همکاري کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...