شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکندهار کې اهل تشیع هېوادوالو د عاشورا په درنښت وینه ورکړې

کندهار کې اهل تشیع هېوادوالو د عاشورا په درنښت وینه ورکړې

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۰) کندهار کې د میرویس روغتون د وینې د بانک مسولان وایي، چې په دې ولایت کې ۴۳۴ اهل تشیع هېوادوالو د عاشورا د ورځې په درنښت دوی ته ۱۹۳۰۰۰ سي سي وینه ‌‌‌‌‌‌ورکړه.

نوموړي دغه راز له نورو هېوادوالو هم غوښتنه وکړه، چې د وینې بانک سره دې د وینې په ورکولو کې مرسته وکړي او راتلونکي کې د نورو هېواوالو لاسنیوی وکړي.

اهل تشیع وایي، دوی دا کار خپلو هېوادوالو سره دمرستې په خاطر کړی دی.

تیره ورځ یک شنبه د عاشورا ورځ وه او په ټول هېواد کې اهل تشیع لمانځله.

جمهور رئيس غني په کابل کې یادو مراسمو ته په وینا کې وویلې، چې جمهوریت د افغانستان د ټولو وګړو نظام دی او په خبره یې هغه وخت تېر دی، چې یو اقلیت به پر هر څه واکمني کوله.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%ac%d9%85%d9%87%d9%88%d8%b1%db%8c%d8%aa-%db%8c%d9%88-%d9%be%d8%b1%d8%a7%d8%ae-%d9%86%d8%b8%d8%a7%d9%85-%d8%af%db%8c-%da%86%db%90-%d9%87/

بل لورته بیا کریم خلیلي پر ولسمشر سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې په لوی لاس یې د سولې ډیر فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

https://taand.net/%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d9%8a-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%da%85%d9%88-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d9%87%d9%84%d9%85%d9%86%d8%af-%da%a9%db%90-%d8%ae%d8%a8/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب