شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله افغان‌ جوړ موټرونو ولسمشر لیدنه وکړه

له افغان‌ جوړ موټرونو ولسمشر لیدنه وکړه

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۰) ولسمشرغني نن له غرمې مخکې د محمد امین نور کمپنۍ د موټرونو او افغان پاور بټریو بېلابېلو نمونو لیدنه کړې.

له لسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یادې کمپنۍ مسوول ولسمشرغني ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، دوی لس ډوله بېلابېل برېښنایي او پټرولي موټرونه تولیدوي چې تر ۴۵۰ کیلو ګرام پورې وزن لېږدولی شي.

د خبرپاڼې له مخې، هغه وویل، د دغو موټرونو پرزې له چین څخه راوړل کېږي، مګر د ډیزاین او باډۍ جوړولو چارې یې په هیواد کې ترسره کېږي او د دولت دملاتړ په صورت کې به یې تولیدات او کاري زمینې زیاتې شي.

خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې عمومي رئیس احمد وفي امین د دغه شرکت له موټرونو څخه چې له تېر کال راهیسې په ارګ کې ورڅخه استفاده کېږي خوښي وښوده او وې ویل، د ارګ په داخل کې د استفادې لپاره نور د اړتیا وړ موټرونه به هم په مناسبه بیه له دوی څخه وپېري، ځکه چې غږ او لوګی نه لري.

خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني د محمدامین نور شرکت مسوولینو ته د مبارکۍ پرمهال وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن موږ د یو ژمن افغان د پانګونې او لمریزې انرژۍ څخه د استفادې شاهدان یوو او د دوی پر وړاندې حقوقي مسایل به ژر حل شي.

د خبرپاڼې په حواله، محمد اشرف غني څرګنده کړه، دولت د افغانستان په هره نقطه کې د صنعت د انکشاف ملاتړی دی او د دوی په ګډون به د پانګوالو او تولیدونکو د ملاتړ په موخه لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

ولسمشرغني د محمدامین نور شرکت مسوول ته سپارښتنه وکړه چې د زړو بټریو د پروسس په ګډون په خپلو تولیداتو کې باید چاپیریال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

1 COMMENT

  1. دا لیری نه ده چه افغانستان به دیوه قوی اقتصاد ، با ثباته انکشاف او یو آباد مملکت شی . په دی مملکت کی د سراسری امنیت د تآمین نه وروسته به په ډیره چټکی دغه ملک د رفاه خواته ولاړ شی ، فقر به له منځه ولاړ شی ، دا مملکت به یو صادرونکی ملک جوړ شی . نو ځکه د امنیت راوستل او د فساد له منځه وړل دوه ضروری هدفونه دی چه د نورو ذکر شویو اهداف د تر لاسه کولو د پاره مساعد بستر جوړوی . ټولو هیوادوالو ته دی په افغانستان کی د ابتدایی موټرو جوړولو لړی مبارک وی ، په کار ده چه وطنوال هم د ضرورت په اساس د داخلی تولیداتو نه استفاده وکړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب