شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهارګ: پاتې وزیران به ډېر ژر د باور رایې اخیستو په خاطر...

ارګ: پاتې وزیران به ډېر ژر د باور رایې اخیستو په خاطر ولسي جرګې ته معرفي شي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۰: ولسمشر محمد اشرف غني د جلا جلا فرمانونو له مخې د کابینې د پاتې وزارتونو لپاره نوماند وزیران اعلان کړل.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دا کسان به ډېر ژر ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو لپاره وروپېژندل شي.

د یادو صادرو شویو فرمانونو له مخې معرفي شوي وزیران په لاندې ډول دي:

فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت د نوماند په توګه

انورالحق احدي د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د نوماند په توګه

قدرت الله ذکي د ترانسپورت وزارت د نوماند په توګه

نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نوماند په توګه

معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوماندې په توګه

محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو وزارت د نوماند په توګه

نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چاور وزارت نوماند په توګه

عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت د نوماند په توګه

سید سعادت منصور نادري د سولې چارو کې د دولت وزیر په توګه

او بشیر احمد تینچ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوماند په توګه ټاکل شوی دی.

د افغانستان حکومت په داسې حال کې د خپلې کابینې پاتې غړي ولسي جرګې ته معرفي کوي چې اوس مهال د جرګې غړي د اوړي په رخصتیو بوخت دي او ټاکل شوې چې د رخصتیو تر ختمېدو ورسته دغو نوماند وزیرانو ته د باور یا نه باور رایې د ورکړې لپاره صندقونه کېږدي.

باید وویل شي د ولسمشر غني په تېره پینځه کلنه دوره کې تر وروستي وخت پورې هم ځیني وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېدل.

2 COMMENTS

  1. د خدای لپاره ملا فضل احمد معنوي چه د وجود هره پرزه یی د تعصب څخه ډکه ده، او په لنډغری، فساد او نورو فاجعو کی ککړ او شریر انسان دی. دغه ملا چه د کرزی په وخت کی دانتخاباتو دشکایاتو دفتر ریس وه، د دفتر ټول سامان الات او موټری یی په زبردستی کورته وړی وی. اوس دا ملا د عدالت او عدلیی وزیر ټاکل کیږی ډیر افسوس دی.
    همداسی نورالحق احدی چه دچوکی په خاطر یی ځان څو ځله خرڅ کړه.
    بیا نور رحمان اخلاقي خو سوچه لیونی دی، عصبی شدیده ناروغی لری، جیبونه یی د اعصابو د ګولیو ډک دی او…
    افسوس ځمونږ په حال

  2. د ملا فضل احمدمعنوی منسوبول د عدلې وزارت ته داسې مانا لري لکه چې د افغانستان ټول خلک د دغه جلاد تر چړې لاندې واچول شي . د شورای نظار د واکمنۍ په وخت کې په زرګونو افغانان د دغه جلاد تر ساتول لاندې ووژل .
    د معنوي ټاکل د افغانستان د راتلونکې ښکاره تباهي او بربادي یو ثبوت دی . که هرچا دغه ظالم ، غاصب او متعصب جلاد ته رایه ورکړه د قیامت په ورځ به دټولو مظلومانو لاس د دوی په ګرېوان کې هم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب