Homeخبرونهبدخشان کې له پاتې ۱۸۰ نجونو سبا یکشنبه د کانکور ازموینه اخیستل...

بدخشان کې له پاتې ۱۸۰ نجونو سبا یکشنبه د کانکور ازموینه اخیستل کېږي

تاند، شنبه د سنبلې ۱: د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي د هغو ښځینه زده کوونکو چې د دغه ولایت په مایمي ولسوالۍ کې ترې د طالبانو د مخالفت له امله د کانکور ازموینه پاتې وه، سبا یکشنبه اخیستل کېږي.

د بدخشان د والي مرستیال اختر محمد خیرزاده وايي، د ازموینو د ملي کمېټې او سیمه ییزو مسؤلینو ترمنځ د هوکړې له مخې به له دغو شاوخوا ۱۸۰ تنه نجونو څخه ددغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د کانکور ازموینه واخیستل شي.

ښاغلي خیرزاده زیاته کړه ددغو زده کوونکو د ترانسپورت لګښت د بدخشان والي محمد ذکریا سودا په غاړه اخیستی دی.

په همدې حال کې د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي، ددې سیمې حکومتي چارواکو ددغو ښځینه زده کوونکو د انتقال لپاره د خاص نقلیه وسایطو انتظام کړی دی.

د روحاني په خبره ټاکل شوې وه له دغو زده کوونکو تېره ورځ په شکي ولسوالۍ کې د کانکور ازموینه اخیستل شوې وی، خو په خبره یې د طالبانو د مخالفت له وجې ترې پاتې شوه.

له بلې خوا دغو زده کوونکو په همغږي سره له ولسمشر غني غوښتي چې د دوی لپاره د کانکور امتحان زمینه برابره کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دغې غوښتنې ته په ځواب کې ویلي، حکومت د نجونو د تعلیم برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی. او په خبره یې په دې برخه کې به مسؤل بنسټونه لازم اقدامات تر سره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...