Homeخبرونهغور کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ کسانو ته مرګژوبله اړولې

غور کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ کسانو ته مرګژوبله اړولې

تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۰مه: د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د غور د والي ویاند عارف عابر پېښه تاییدوي او وايي، نن تر غرمې وروسته د سړک غاړې ماین په یوه سراچه ډوله موټر چاودنه کړې چې له امله یې پینځه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره دا پېښه له ښاره ۲۵ کیلو متره لرې د بادګاه په کلي کې رامنځته شوې ده.

ښاغلی عابر زیاتوي، د سړک غاړې ماین د طالبانو له لوري د بادګاه په کلي کې چې د غور –کابل په لویه لاره موقعیت لري اېښودل شوی وو.

د غور د والي ویاند وايي، اوس هم د همدې لارې په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده، خو په خبره یې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

هغه زیاته کړه د غور –کابل پر لویه لاره طالبانو بمونه ځای پر ځای کړي چې هېڅ تګ راتګ پرې نه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د غور مرغاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وه، خو د یوې ورځې په تېرېدو سره بېرته امنیتي ځواکونو ونیوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...